+ -

عَنْ أَبِي حَازِمٍ قَالَ: قَاعَدْتُ أَبَا هُرَيْرَةَ رضي الله عنه خَمْسَ سِنِينَ، فَسَمِعْتُهُ يُحَدِّثُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ:
«كَانَتْ بَنُو إِسْرَائِيلَ تَسُوسُهُمُ الأَنْبِيَاءُ، كُلَّمَا هَلَكَ نَبِيٌّ خَلَفَهُ نَبِيٌّ، وَإِنَّهُ لاَ نَبِيَّ بَعْدِي، وَسَيَكُونُ خُلَفَاءُ فَيَكْثُرُونَ» قَالُوا: فَمَا تَأْمُرُنَا؟ قَالَ: «فُوا بِبَيْعَةِ الأَوَّلِ فَالأَوَّلِ، أَعْطُوهُمْ حَقَّهُمْ، فَإِنَّ اللَّهَ سَائِلُهُمْ عَمَّا اسْتَرْعَاهُمْ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 3455]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

له ابو حازم څخه روایت دی وایي چې: ما له ابو هریره رضی الله عنه سره پنځه کاله تېر کړل، ما له هغه څخه اوریدل چې د پيغمبر صلی الله علیه وسلم څخه یې حدیث بیانوه چې،
«بني اسرائیل به د پیغمبرانو تر مشرۍ لاندې وو، کله چې به یو نبي وفات شو، بل نبي به یې ځای ناستی شو، خو زما نه وروسته به بل نبي نه وي، بلکې خليفه‌ګان به وي» او زیات به شي، هغوی وویل: «نو ته موږ ته څه امر کوې؟» هغه وفرمایل: یو د بل پسې چې خلیفه کیږي، نو بیعت ورسره کوئ، هغوی ته یې حق ورکړئ، ځکه الله به له دوی نه د هغه مسؤولیت پوښتنه کوي چې ورسپارل یې دی (د رعیت د چارو په اړه)».

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 3455]

تشریح

نبي ﷺ خبر ورکړی چې بني اسرائيل به د پیغمبرانو تر قیادت لاندې وو، او د هغوی چارې به یې داسې مخته وړلې لکه څرنګه چې امیران او واليان د خپلو رعیتونو چارې سمبالوي، هرکله به چې په دوی کې کوم فساد خپور شو، نو الله به هغوی ته یو نوی نبي راولېږه، تر څو یې دیني چارو ته نظم ورکړي او هغه بدلونونه لرې کړي چې هغوی به په احکامو کې راوستې وو. او بېشکه زما نه وروسته به بل نبي نه وي، چې د پخوانیو پیغمبرانو کارونه ترسره کړي، خو زما نه وروسته به خلفاء راشي، هغوی به زیات شي، او تر منځه به یې اختلاف او شخړې پېښېږي». نو صحابه کرامو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې ته (هغه مهال بیا) موږ ته څه امر کوې؟ نو هغه وفرمایل: کله چې له یو خلیفه پسې د بل خلیفه سره بیعت وشو؛ نو د اول بیعت صحیح دی او وفا کول پرې واجب دي او د دویم بیعت باطل دی، او پر هغه حرام دي چې له خلکو یې وغواړي، او هغوی ته یې حق ورکړئ. د هغوی اطاعت وکړئ او ورڅخه په اوریدو او له ګناه پرته په اطاعت کولو ورسره ژوند وکړئ، ځکه یقینا چې الله تعالی ترې پوښتنه کوي او د هغه څه په اړه ورسره محاسبه کوي چې په تاسو یې کوي.

د حديث له ګټو څخه

  1. بېشکه رعیت (خلک) خامخا یو نبي یا خلیفه ته اړتیا لري چې چارې یې سمبال کړي او سمې لارې ته یې رهبري کړي.
  2. او دا چې زموږ د نبي محمد صلی الله علیه وسلم پسې بل نبي نه راځي.
  3. د هغه چا پر وړاندې د پاڅون خبرداری چې په مشروع ډول یې واک تثبیت شوی وي.
  4. او دا چې په یو وخت کې له دوو خلیفه ګانو سره بیعت کول ناروا دي.
  5. د واکمن د مسوولیت عظمت او دا چې الله جل جلاله به ترې د رعیت په اړه پوښتنه کوي.
  6. ابن حجر رحمه الله ویلي: دیني چارو ته پر دنیوي چارو لومړیتوب ورکول کیږي، لدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم د حاکم د حق په ادا کولو امر کړی؛ ځکه چې پدې کې د دین د کلمې لوړتیا، او د فتنې او شر دفعه ده،
  7. او دا چې د حق غوښتنه یې وروسته شوې ده نو دا یې نه ساقطوي، بلکې الله تعالی ورسره ژمنه کړې چې هغه به یې حق ادا کوي او هغه ته به یې پوره ورکوي، و لو که په آخرت کې هم وي.
  8. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت له نښانو څخه یوه نښانه، ځکه چې له هغه وروسته زیات خلفاء راغلل، او د امت مشري یې پر غاړه واخیسته چې — ځینو اصلاح راوسته، او ځینو فساد وکړ.
ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي تايلندي آسامي سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي دري رومانیایي ژباړه هنګري الموري ملاګاسي Kannada کنادا اوکراني الجورجية المقدونية الخميرية الماراثية
د ژباړو کتنه