عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال:
«كُلُّ أُمَّتِي يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ إِلَّا مَنْ أَبَى»، قَالُوا: يَا رَسُولَ اللهِ، وَمَنْ يَأْبَى؟ قَالَ: «مَنْ أَطَاعَنِي دَخَلَ الْجَنَّةَ، وَمَنْ عَصَانِي فَقَدْ أَبَى».

[صحيح] - [رواه البخاري] - [صحيح البخاري: 7280]
المزيــد ...

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
"زما ټول امتیان به جنت ته داخلیږي مګر هغه څوک چې انکار وکړي " هغوی وویل: اې د الله رسوله! هغه څوک دی چې انکار به کوي؟ ویې فرماییل: چا چې زما اطاعت وکړ هغه به جنت ته داخل شي او چا چې زما نافرماني وکړه نو بېشکه چې هغه انکار کړی دی».

[صحيح دی] - [بخاري روايت کړی دی] - [صحيح البخاري - 7280]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې ټول امت به یې جنت ته ننوځي پرته له هغه چا چې ډډه (ترې) وکړي!
نو صحابه و - رضي الله عنهم - وفرمایل: او څوک دی چې ( جنت ته له ننوتلو څخه به ) ډډه کوي اې د الله رسوله؟!
نو هغه صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ چې: چا چې غاړه کېښوده، پیروي یې وکړه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت یې وکړ جنت ته به داخل شي، او هغه چا چې سرغړونه وکړه او شریعت ته یې غاړه کې نښوده، نو هغه په خپلو بدو کړنو سره جنت ته له ننوتلو څخه ډډه کړې ده.

د حديث له ګټو څخه

  1. د رسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت د الله تعالی اطاعت دی او د هغه نافرماني د الله تعالی نافرماني ده.
  2. د رسول الله صلى الله عليه وسلم پیروي (بنده ته) جنت واجبوي، او نافرماني یې دوزخ واجبوي.
  3. لدې امت څخه پیروي کوونکو ته پدې (خبره) زیری چې دوی به ټول جنت ته ننوځي مګر هغه څوک چې د الله تعالی او د هغه د رسول - صلی الله علیه وسلم - نافرماني یې کړې ده.
  4. په خپل امت باندې د رسول الله صلی الله علیه وسلم شفقت او د هغوی په هدایت یې ټینګار.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (67)
نور