عَنْ أَبِي بَرْزَةَ الأَسْلَمِيِّ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«لَا تَزُولُ قَدَمَا عَبْدٍ يَوْمَ القِيَامَةِ حَتَّى يُسْأَلَ عَنْ عُمُرِهِ فِيمَا أَفْنَاهُ، وَعَنْ عِلْمِهِ فِيمَ فَعَلَ، وَعَنْ مَالِهِ مِنْ أَيْنَ اكْتَسَبَهُ وَفِيمَ أَنْفَقَهُ، وَعَنْ جِسْمِهِ فِيمَ أَبْلَاهُ».
[صحيح] - [رواه الترمذي]
المزيــد ...
له ابو برزة الأسلمي رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
د قيامت په ورځ به د بنده دواړه قدمونه له خپله ځایه پورته نه شي تر څو ترې د هغه د عمر په اړه پوښتنه وشي چې په څه کې یې تېر کړی، او د علم په اړه چې څه عمل یې پرې کړي، او د مال په اړه چې له کومې لارې یې تر لاسه کړي او په کومه لار کې یې لګولي، او د بدن په اړه چې په څه کې یې زوړ کړی دی.
صحيح - ترمذی روایت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې هېڅوک به د قیامت په ورځ د حساب له ځای څخه جنت یا دوزخ ته تېر نه شي تر دې چې د څلورو کارونو په اړه ترې پوښتنه وشي.
لومړی: ژوند یې چې په څه کې یې تېر کړی؟
دویم: علم یې؛ چې آیا د الله لپاره یې زده کړی؟ او ایا عمل یې پرې کړی؟ او یا مستحق کس ته یې رسولی؟
دريم: د مال په اړه چې له کومه یې کړي، له حلالو دی که له حرامو؟ او په څه کې یې لګولی؛ په هغه څه کې یې لګولی چې الله راضي کوي کنه په هغه څه کې چې الله ناراضه کوي؟
څلورم: د جسم، روغتیا او ځوانۍ په اړه یې چې په څه کې یې تېره کړې او کارولې ده؟