عن عبدِ الله بن عمرو رضي الله عنهما قال:
كنتُ أكتبُ كلَّ شيءٍ أسمعُه من رسولِ الله صلَّى الله عليه وسلم أُريدُ حفْظَه، فنهتْني قريشٌ، وقالوا: أتكْتبُ كلَّ شيءٍ تَسمَعُه من رسول الله صلَّى الله عليه وسلم، ورسولُ الله صلَّى الله عليه وسلم بَشَرٌ يتكلَّمُ في الغضَبِ والرِّضا؟ فأمسَكتُ عن الكتاب، فذكرتُ ذلك لرسول الله صلَّى الله عليه وسلم، فأومأ بإصبَعِه إلى فيه، فقال: «اكتُبْ، فوالذي نفسي بيدِه، ما يَخرُجُ منه إلا حقٌّ».
[صحيح] - [رواه أبو داود] - [سنن أبي داود: 3646]
المزيــد ...
له عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي:
ما به هر هغه څه لیکل چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه به مې اورېدل، او غوښتل مې چې حفظ یې کړم، خو قریشو لدې کار څخه منع کړم او ویې وییل: آیا ته هر هغه څه لیکې چې ته یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورې، پداسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم انسان دی، کله د غصې او خوښۍ په حالت کې خبرې کوي؟ نو ما لیکنه بنده کړه او پدې اړه مې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یادونه وکړه، نو هغه په خپلې ګوتې سره خپلې خولې ته اشاره وکړه او ویې ویل: «اكتُبْ، فوالذي نفسي بيدِه، ما يَخرُجُ منه إلا حقٌّ». «لیکه، په هغه ذات قسم چې زما روح یې په لاس کې دی، چې له حق پرته ترې بل څه نه راوځي».
[صحيح] - [ابوداود روايت کړی دی] - [سنن أبو داود - 3646]
عبدالله بن عمرو رضي الله عنهما وايي: ما به هر هغه څه لیکل چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې اورېدل، تر څو یې له یادو زده کړم، خو د قریشو ځینو سړیو زه منع کړم. او ویې وییل چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم انسان دی؛ د خوښۍ او غصې په حالت کې خبرې کوي او کله خطا کیږي هم، نو ما لیکل بند کړل.
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم مې د دوی له وینا څخه خبر کړ، هغه خپلې خولې ته په خپلې ګوتې سره اشاره وکړه او ویې وییل چې: لیکه: په هغه ذات قسم چې زما روح د هغه په لاس کې دی، چې په هر حالت کې ترې له حق پرته بل څه نه راوځي؛ د خوښۍ او غصې دواړو حالتونو کې.
په داسې حال کې چې الله تعالی د خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم په اړه فرمایلي دي: ﴿وَمَا یَنطِقُ عَنِ ٱلۡهَوَىٰۤ * إِنۡ هُوَ إِلَّا وَحۡیࣱ یُوحَىٰ﴾ [النجم ٣-٤].
(او دى له خپل خواهش نه خبرې نه کوي. ندى دا (قرآن) مګر وحې چې (ده ته) وحې کېږي).