عَنْ ‌أَبِي هُرَيْرَةَ عَنْ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ قَالَ:
«سَيَكُونُ فِي آخِرِ أُمَّتِي أُنَاسٌ يُحَدِّثُونَكُمْ مَا لَمْ تَسْمَعُوا أَنْتُمْ وَلَا آبَاؤُكُمْ، فَإِيَّاكُمْ وَإِيَّاهُمْ».

[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...

له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«سَيَكُونُ فِي آخِرِ أُمَّتِي أُنَاسٌ يُحَدِّثُونَكُمْ مَا لَمْ تَسْمَعُوا أَنْتُمْ وَلَا آبَاؤُكُمْ، فَإِيَّاكُمْ وَإِيَّاهُمْ». «زما د امت په پای کې به داسې خلک وي چې تاسو ته به هغه څه بیانوي چې تاسو او ستاسو پلرونو به نه وي اورېدلي، نو پام وکړئ او ځان ترې وساتئ».

صحيح - مسلم روايت کړی دی

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د هغه د امت په پای کې به داسې خلک راڅرګند شي چې دروغ به جوړوي او هغه څه به وايي چې له دوی نه مخکې چا نه وي ویلي، او له دروغجنو او جعلي حدیثونو څخه به خبر ورکوي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته امر کړی دی چې له داسې - خلکو - څخه لرې شو او ناسته یې ونه کړو، او د حدیثونو له اورېدلو څخه یې ډډه وکړو، تر څو هغه له ځانه جوړ شوي حدیثونه په زړونو کې ځای ونه نیسي، چې بیا به ترې ځان نشو خلاصولی.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. په دې کې د نبوت له نښو څخه یو نښانه ده، داسې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه څه په اړه خبر ورکړ چې په راتلونکي کې به یې په امت کې پیښیږي، نو همغسې وشول لکه څرنګه یې چې په اړه خبر ورکړی و.
  2. د هغو کسانو څخه لرې کېدل چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم او د اسلام په دین درواغ وايي او د هغوی درواغو ته له غوږ نیولو څخه ډډه کول.
  3. د احادیثو له منلو او خپرولو څخه ډډه کول مګر وروسته لدې چې د صحت او ثبوت په اړه یې ډاډ حاصل شي.