عَنْ سَمُرَةَ بْنِ جُنْدَبٍ وَالْمُغِيرَةِ بْنِ شُعْبَةَ رضي الله عنهما قَالَا: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«مَنْ حَدَّثَ عَنِّي بِحَدِيثٍ يُرَى أَنَّهُ كَذِبٌ، فَهُوَ أَحَدُ الْكَاذِبِينَ».

[صحيح] - [رواه مسلم في مقدمته]
المزيــد ...

له سمرة بن جندب او مغیرة بن شعبة رضي الله عنهما څخه روایت دی، دوی دواړه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«څوک چې زما څخه نورو ته یو حدیث بیانوي او داسې معلومېږي چې هغه دروغ دی، نو هغه انسان له درواغجنو څخه یو دی».

[صحيح دی] - [مسلم په خپلې مقدمې کې روایت کړی دی] - [صحيح مسلم]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې څوک له هغه څخه یو حدیث نقلوي او هغه پدې پوهیږي، یا ګمان کوي او یا یې غالب ګمان دا وي چې دا په رسول الله صلی الله علیه وسلم دروغ دي؛ نو څوک یې چې روایتوي د هغه چا سره په درواغو کې شریک دی چې لومړی یې پدې حدیث پیل کړی دی.

د حديث له ګټو څخه

  1. له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه د روایت شوو حدیثونو پر تاييد ټینګار، او له روايتولو څخه مخکې ترې ځان ډاډمنول.
  2. د درواغو د صفت اطلاق پر هر هغه چا کیږي چې دروغ یې جوړ کړي وي او پر هغه چا چې د خلکو تر منځه یې وړي راوړي او خپروي.
  3. د موضوعي حدیث روایتول د هغه چا لپاره حرام دي چې پوه شي دا حدیث موضوعي دی او یا یې غالب ګمان دا وي چې موضوعي دی، خو که دا کار له موضوعي حدیث څخه د یرولو په خاطر وي نو باک نه کوي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (50)
نور