عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ مَسْعُودٍ رضي الله عنه قَالَ: سَمِعْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ:
«نَضَّرَ اللَّهُ امْرَأً سَمِعَ مِنَّا شَيْئًا فَبَلَّغَهُ كَمَا سَمِعَ، فَرُبَّ مُبَلِّغٍ أَوْعَى مِنْ سَامِعٍ».
[صحيح] - [رواه الترمذي وابن ماجه وأحمد] - [سنن الترمذي: 2657]
المزيــد ...
له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
الله دې هغه سړی تازه او ښاد لري چې له موږ څخه څه واوري، او لکه څنګه یې چې اورېدلی وي نورو ته يې ورسوي، ځکه ځینې وختونه هغه څوک چې خبر رسوي، له هغه چا نه ښه پوهیږي چې خبر يې اورېدلی وي.
[صحيح] - - [سنن ترمذی - 2657]
نبي صلی الله علیه وسلم دعا وکړه چې الله تعالی دې هغه چا ته په دې دنیا کې ښایست، خوشحالي او ښکلا ورکړي، او په اخرت کې دې هغه چا ته د جنت ښایست، نعمتونه او تازه ګي ورسوي چې د هغه حدیث واوري، یاد یې کړي او نورو ته یې ورسوي. کېدای شي هغه څوک چې حدیث ورته رسول شوی وي، له اورېدونکي څخه ښه پوه او ځیرک وي، نو لومړی کس په حفظ او روایت کې مهارت لري، او دویم کس په پوهه او استنباط کې.