عن طارق بن أشيم الأشجعي مرفوعاً: "من قال لا إله إلا الله، وكَفَرَ بما يُعْبَدُ من دون الله حَرُمَ مالُه ودمُه وحِسابُه على الله".
[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...
له طارق بن أشیم الأشجعي څخه مرفوع روایت دی: چا چې : " لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وویل: او له هر هغه څه نه یې انکار وکړ چې له الله پرته یې عبادت کیږي، نو د هغه مال او وینه حرام شول، او حساب یې د الله سره دی".
صحيح - مسلم روايت کړی دی
پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - پدې حدیث کې ښکاره کوي چې د انسان وژل نه حرامیږي مګر د ددوه کارونو په تر سره کولو سره؛ لومړی: لا إله إلا الله چې له الله پرته بل برحق معبود نشته. دویم: په هر هغه څه سره کفر کول چې له الله -تعالی - پرته یې عبادت کیږي. کله چې دا دوه کارونه وموندل شول نو په ظاهره ترې باید لاس واخیستل شي او باطن یې الله - تعالی - ته وسپارل شي، تر هغه پورې چې داسې کومه کړنه تر سره نه کړي چې وینه یې مباحوي لکه: مرتد کېدل او یا مال لکه: له زکات ورکولو نه انکار، او عزت لکه قرض ځنډول.