عن عبد الله بن عكيم رضي الله عنه مرفوعاً: «مَنْ تَعَلَّقَ شيئا وُكِلَ إليه».
[حسن] - [رواه أحمد والترمذي]
المزيــد ...

له عبد الله بن عکیم - رضي الله عنه - څخه مرفوع روایت دی: «چا چې یو شي په ځان راوځړاوه نو همغه ته وروسپارل کیږي».
[حسن] - [ترمذی روایت کړی دی - احمد روايت کړی دی]

تشریح

څوک چې په زړه او یا کړنې او یا دواړو سره د یو شي لورې ته پدې موخه وګوري چې ګټه ورته ورسوي او یا ورڅخه ضرر دفع کړي نو الله به یې همغه شي ته وروسپاري چې ځړولی یې دی، او چا چې د الله سره اړیکه وساتله نو هغه - ذات - ورته بسنه کوي او هر سخت کار به ورته اسانه کړي او څوک چې له الله پرته د بل څه سره اړیکه ونیسي، نو الله به یې همغه شي ته وروسپاري او ذلیل به یې کړي.

د حديث له ګټو څخه

  1. له الله - تعالی - پرته د بل چا سره د تړاو ممانعت.
  2. په ټولو چارو کې( د ټولو چارو څخه مطلب هغه چارې دي چې د الله تعالی څخه پرته یې څوک نه شي تر سره کولای) د الله - جل جلاله - سره د تړاو وجوب.
  3. د شرک ضررونه او د بدو پایلو بیان.
  4. سزا د عمل له جنس څخه وي.
  5. د کار پایله کارګر ته ورګرځي، که ښه وي او یا بده.
  6. د هغو کسانو ذلت او رسوایي چې الله یې پریښی او له بل چا څخه یې د خیر غوښتنه کړې ده.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (29)
نور