عن أنس رضي الله عنه مرفوعاً: «من خَرج في طلب العلم فهو في سَبِيلِ الله حتى يرجع».
[حسن] - [رواه الترمذي]
المزيــد ...

له انس - رضي الله عنه - څخه مرفوع روایت دی: «څوک چې د علم په لټه کې ووځي تر هغه پورې چې بیرته راګرځیدلی نه وي د الله - تعالی - په لار کې دی ».
[حسن] - [ترمذی روایت کړی دی]

تشریح

څوک چې د خپل کور او کلي څخه د شرعي علم په لټه کې ووت، نو دا د هغه چا په حکم کې دی چې د الله - جل جلاله - په لار کې د جهاد لپاره وتلی وي، تر دې چې بیرته خپلې کورنۍ ته راوګرځي؛ ځکه دی هم د دین په راژوندي کولو ، د شیطان په خوارولو او د نفس په ستړي کولو کې لکه د مجاهد په څېر دی.

د حديث له ګټو څخه

  1. د علم زده کړه د الله جل جلاله په لار کې جهاد دی.
  2. طالب العلم ته لکه د جګړې په میدان کې د مجاهد په څېر اجر ورکول کیږي؛ ځکه هر یو له دوی څخه هغه څه کوي چې د الله شریعت پرې غښتلی کیږي، او هغه څه ورڅخه دفع کوي چې له - دین - څخه نه وي.
  3. په حدیث کې - د دې بیان دی چې - څوک د علم زده کړې پسې ووت نو هغه ته د هغه د مزل تګ او راتګ اجر ورکول کیږي تر دې چې خپلې کورنۍ ته راوګرځي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (28)