عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ رَضيَ اللهُ عنهُ أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«يَا أَبَا سَعِيدٍ، مَنْ رَضِيَ بِاللهِ رَبًّا، وَبِالْإِسْلَامِ دِينًا، وَبِمُحَمَّدٍ نَبِيًّا، وَجَبَتْ لَهُ الْجَنَّةُ»، فَعَجِبَ لَهَا أَبُو سَعِيدٍ، فَقَالَ: أَعِدْهَا عَلَيَّ يَا رَسُولَ اللهِ، فَفَعَلَ، ثُمَّ قَالَ: «وَأُخْرَى يُرْفَعُ بِهَا الْعَبْدُ مِائَةَ دَرَجَةٍ فِي الْجَنَّةِ، مَا بَيْنَ كُلِّ دَرَجَتَيْنِ كَمَا بَيْنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ»، قَالَ: وَمَا هِيَ يَا رَسُولَ اللهِ؟ قَالَ: «الْجِهَادُ فِي سَبِيلِ اللهِ، الْجِهَادُ فِي سَبِيلِ اللهِ».
[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 1884]
المزيــد ...
له ابو سعيد الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل:
اې ابو سعيده! څوک چې پر الله د رب، پر اسلام د دین او پر محمد صلی ﷺ د پېغمبر په توګه راضي وي نو جنت ورته واجب شوی دی»، ابو سعيد دې خبرې ته حیران شو او ویې ویل: «اې د الله رسوله! بیا یې راته تکرار کړه» نو رسول ﷺ بیا تکرار کړل، بیا یې وویل: «او بل عمل چې له امله یې سړی په جنت کې سل درجې لوړېږي، او د هرې درجې ترمنځ فاصله د آسمان او ځمکې ترمنځ ده»، ابو سعيد پوښتنه وکړه: یا رسول الله ﷺ هغه څه دي؟ رسول الله ﷺ وفرمایل: «د الله په لار کې جهاد، د الله په لار کې جهاد».
[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 1884]
رسول الله ﷺ ابو سعيد الخدري رضي الله عنه ته خبر ورکړ چې څوک په الله ایمان ولري، هغه د رب، خالق، مالک، بادار او امر کوونکي په حیث ومني، اسلام په پيروۍ او ورته غاړې اېښودلو کې د دین په توګه ومني، او محمد ﷺ د داسې پېغمبر په توګه ومني چې د هغه ټول پیغامونه او هغه څه ومني چې هغه خلکو ته رسولي دي، نو د هغه لپاره جنت ثابت دی، ابو سعيد رضي الله عنه د دې خبرې په اورېدو سره حیران شو او ویې ویل: «اې د الله رسوله! دا راته بیا ووایه» رسول ﷺ بیا تکرار کړل، بیا رسول الله ﷺ وویل: «او بل عمل شته چې په وسیله یې الله تعالی سړي ته په جنت کې سل درجې لوړوي، او د هرې درجې ترمنځ فاصله لکه د آسمان او ځمکې ترمنځ ده» ابو سعيد وویل: «هغه څه دي ای د الله رسوله؟» هغه وفرمایل: «د الله په لار کې جهاد، د الله په لار کې جهاد».