عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: «حُجِبت النار بالشهوات، وحُجبت الجنة بالمَكَاره»متفق عليه وهذا لفظ البخاري. وفي رواية لهما: «حُفَّت» بدل «حُجِبت».
[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له ابو هریرة رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «د جهنم اور په خواهشاتو پوښلی شو او جنت په سختیو پوښلی شوی دی» دا حدیث متفق علیه دی خو دا لفظ د بخاري دی، او د دواړو په یو بل روایت کې «حُفَّت» د «حُجِبت» پر ځای راغلی چې د : «حُفَّت» معنا پټ شوی او «حُجِبت» معنا پوښلی شوی دی.
صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

د حدیث معنا: جنت ته رسیدونکي لار پداسې چارو پوښل شوېده ده چې انسان یې نه خوښوي؛ ځکه په اصل کې نفس راحت طلبه دی. همدا رنګه اور هم دی چې تر هغه پورې ورته - انسان - نه ننوځي تر څو چې د ده او د اور تر منځ د حرامو مرتکب جوړ نه شي او د الله تعالی له اطاعت څخه لرې نه شي. نو چا چې پرده لرې کړه، پټ شوي شي ته به ورسیږي. د جنت د پردې لرې کول د سختو او شاقه کارونو کول دي او د دوزخ د پردې لرې کول په شهوت پرستۍ سره کیږي، سخت کارونه: په عبادت کې کوښښ کول، ټینګار پرې کول، د عبادت په سختیو صبر کول، د غصې زغمل، بخښنه، زغم، خیرات او صدقه، له بدۍ کوونکي سره نیکي، له خواهشاتو څخه صبر کول او داسې نورو ته شاملیږي. د انسان نفس کیدی شي په لمانځه کې صبر کول خوښ ونه ګڼي؛ د هغه زیار او کوښښ له امله چې پکې تر سره کیږي او د ټولو دنیوي شهوتونو څخه د نفس پرې کول، کیدی شي - انساني نفس له جهاد څخه نفرت ولري، په مال کې له صدقې او خیرات څخه یې ولري، ځکه چې نفس د مال سره فطري مینه لري. همدا رنګه نور عبادتونه. نو که انسان د نفس خواهشات په طاعت کولو سره مات کړل او د هغه څه خلاف عمل یې وکړ چې د ده نفس یې غواړي، نو دا به جنت ته د ننوتلو او له دوزخ څخه د ليرې کېدو لامل به یې وګرځي. او پاتې شول هغه شهوتونه چې اور پرې پوښل شوی دی، داسې ښکاري چې هغه حرام خواهشات دي لکه شراب، زنا، پردۍ - نامحرمې - ته کتل، غیبت کول، د وخت ضایع کوونکو توکو کارول او داسې نور. دا پورته حراموالی؛ حلالو خواهشاتو ته نه شاملیږي، خو - له حلالو مباحاتو - زیاته ګټه اخیستل لدې وېرې مکروه دي چې هسې نه نورو حرامو ته یې کش کړي، یا یې زړه سخت کړي، او یا یې له اطاعت څخه غافل کړي، یا اړ شي چې د دنیا لاسته راوړلو ته زیاته پاملرنه وکړي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. په شهوتونو کې د لوېدو لامل د شیطان لخوا د بدیو او ناکاره کړنو ښایسته کول دي، تر څو یې نفس ښایسته وويني او ورمات شي.
  2. کېدای شي نفس یو شی بد وګڼي سره لدې چې زیاته ښېګڼه به پکې وي، الله تعالی فرمایلي دي:(كتب عليكم القتال وهو كره لكم وعسى أن تكرهوا شيئا وهو خير لكم وعسى أن تحبوا شيئا وهو شر لكم والله يعلم وأنتم لا تعلمون) ژباړه : ( پر تاسو باندې جنګ كول فرض كړى شوي دي، حال دا چې دا ستاسو بدې شي، او كېدى شي چې تاسو به یو شى بد ګڼئ، حال دا چې هغه به تاسو لپاره ډېر غوره وي او كېدى شي چې تاسو به یو شى خوښوئ، حال دا چې هغه به ستاسو لپاره ډېر بد وي او الله پوهېږي او تاسو نه پوهېږئ
  3. ).
  4. له نفس سره مبارزه او له شهوتونو او هغه څه څخه یې پرې کول اړین دي چې خوښوي یې.
  5. جنت او دوزخ دوه شته مخلوقات دي.
نور