عن سهل بن سعد رضي الله عنه عن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال:
«مَنْ يَضْمَنْ لِي مَا بَيْنَ لَحْيَيْهِ وَمَا بَيْنَ رِجْلَيْهِ أَضْمَنْ لَهُ الْجَنَّةَ».

[صحيح] - [رواه البخاري] - [صحيح البخاري: 6474]
المزيــد ...

له سهل بن سعد رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
"څوک چې ماته د هغه څه ضمانت راکړي چې د دواړو ژامو په منځ کې ده ( ژبه ) او د هغه څه چې د دواړو پښو تر منځه دي (عورت) نو زه به ورته د جنت ضمانت ورکړم".

[صحيح دی] - [بخاري روايت کړی دی] - [صحيح البخاري - 6474]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوو شیانو په اړه خبر ورکوي، که چېرته پرې مسلمان ټینګ پاتې شي نو جنت ته به داخل شي.
لومړی: له هغو خبرو څخه د ژبې ساتل چې الله تعالی پرې غصه کیږي،
دوهم: له فحاشۍ څخه د شرمګاه ساتنه.
ځکه چې په دې دوو غړو سره زیاته ګناه تر سره کیږي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د ژبې او شرمګاه ساتل جنت ته د داخلېدو لامل ګرځي.
  2. ژبه او شرمګاه لدې امله په ځانګړې توګه یاد شول، ځکه چې دا دواړه د انسان لپاره په دنیا او آخرت کې د امتحان لویه سرچینه ده.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (67)
نور