عَنْ عَائِشَةَ أُمِّ المُؤمنينَ رضي الله عنها قَالَتْ:
كُنْتُ أَغْتَسِلُ أَنَا وَالنَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مِنْ إِنَاءٍ وَاحِدٍ كِلاَنَا جُنُبٌ، وَكَانَ يَأْمُرُنِي، فَأَتَّزِرُ، فَيُبَاشِرُنِي وَأَنَا حَائِضٌ، وَكَانَ يُخْرِجُ رَأْسَهُ إِلَيَّ وَهُوَ مُعْتَكِفٌ فَأَغْسِلُهُ وَأَنَا حَائِضٌ.

[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له ام المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایې:
ما او رسول الله صلی الله علیه وسلم به په داسې حال کې له یوې لوښي څخه لامبل چې دواړه به جنب وو، او کله به چې حېض وم، نو امر به یې راته وکړ چې ځان بسته کړه او مباشرت به یې راسره کاوه، او کله به چې اعتکاف و نو له - جومات - څخه به یې د وینځلو لپاره سر راوویست، پداسې حال کې چې زه به حېض وم.

صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

عایشې رضي الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د خپلو ځینو خاصو حالاتو په اړه خبر ورکړی، چې له هغې حالتونو څخه یې ځینې دا دي چې: هغې به د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د جنابت په حالت کې له یو لوښي څخه غسل کاوه، او دواړو به ترې اوبه راخېستې. او دا چې کله به رسول الله صلی الله علیه وسلم د حیض په حالت کې غوښتل ورسره یو ځای شي نو امر به یې ورته وکړ تر څو خپل بدن د نوم له غوټۍ نه لاندې تر ځنګنونو پورې بسته کړي، نو بیا به یې له جماع پرته مباشرت ورسره کاوه. او دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په جومات کې اعتکاف کاوه، نو خپل سر به یې عایشې رضي الله عنها ته له جومات څخه د وېنځلو لپاره راوویست په داسې حال کې چې هغه به په خپل کور کې د حېض په حالت کې وه.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. ښځې او خاوند ته روا دي چې له یو لوښي څخه ولامبي.
  2. له شرمګاه پرته د حېض په حالت مباشرت روا دی، او دا چې نور بدن یې پاک دی.
  3. د مباشرت په وخت کې ښځې ته ازار اچول مستحب دي.
  4. په حرامو کې د واقع کېدلو څخه د بچ کېدو لپاره د اسبابو کارول.
  5. د حیض لرونکې ښځې لپاره په جومات کې پاتې کېدل منع دي.
  6. د هغې لپاره د لندو او وچو شیانو لمس کول روا دي، په شمول د ویښتو مینځلو او ږمنځولو.
  7. له کورنۍ سره د پېغمبر صلی الله علیه وسلم ښه سلوک.