عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ مَسْعُودٍ رضي الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«مَا مِنْ نَبِيٍّ بَعَثَهُ اللهُ فِي أُمَّةٍ قَبْلِي إِلَّا كَانَ لَهُ مِنْ أُمَّتِهِ حَوَارِيُّونَ، وَأَصْحَابٌ يَأْخُذُونَ بِسُنَّتِهِ وَيَقْتَدُونَ بِأَمْرِهِ، ثُمَّ إِنَّهَا تَخْلُفُ مِنْ بَعْدِهِمْ خُلُوفٌ يَقُولُونَ مَا لَا يَفْعَلُونَ، وَيَفْعَلُونَ مَا لَا يُؤْمَرُونَ، فَمَنْ جَاهَدَهُمْ بِيَدِهِ فَهُوَ مُؤْمِنٌ، وَمَنْ جَاهَدَهُمْ بِلِسَانِهِ فَهُوَ مُؤْمِنٌ، وَمَنْ جَاهَدَهُمْ بِقَلْبِهِ فَهُوَ مُؤْمِنٌ، وَلَيْسَ وَرَاءَ ذَلِكَ مِنَ الْإِيمَانِ حَبَّةُ خَرْدَلٍ».
[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 50]
المزيــد ...
له عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«مَا مِنْ نَبِيٍّ بَعَثَهُ اللهُ فِي أُمَّةٍ قَبْلِي إِلَّا كَانَ لَهُ مِنْ أُمَّتِهِ حَوَارِيُّونَ، وَأَصْحَابٌ يَأْخُذُونَ بِسُنَّتِهِ وَيَقْتَدُونَ بِأَمْرِهِ، ثُمَّ إِنَّهَا تَخْلُفُ مِنْ بَعْدِهِمْ خُلُوفٌ يَقُولُونَ مَا لَا يَفْعَلُونَ، وَيَفْعَلُونَ مَا لَا يُؤْمَرُونَ، فَمَنْ جَاهَدَهُمْ بِيَدِهِ فَهُوَ مُؤْمِنٌ، وَمَنْ جَاهَدَهُمْ بِلِسَانِهِ فَهُوَ مُؤْمِنٌ، وَمَنْ جَاهَدَهُمْ بِقَلْبِهِ فَهُوَ مُؤْمِنٌ، وَلَيْسَ وَرَاءَ ذَلِكَ مِنَ الْإِيمَانِ حَبَّةُ خَرْدَلٍ».
«زما نه مخکې الله تعالی هیڅ یو امت ته پېغمبر نه دی لېږلی مګر دا چې هغه لره به د خپل د امت څخه ځانګړي ملګري (حواریان) وو او داسې ملګري چې د هغه په سنتو به يې عمل کاوه او د هغه د اوامرو پیروي به یې کوله، بیا له هغوی پسې داسې ناکاره وارثان پریږدي چې هغه څه به وایي چې خپله یې نه کوي، او هغه څه به کوي چې په هغې ورته امر نه کیږي، نو چا چې ورسره په لاس جهاد وکړ هغه مؤمن دی، او چا چې ورسره په ژبه جهاد وکړ هغه مؤمن دی، او چا چې ورسره په زړه جهاد وکړ هغه مؤمن دی، او لدې وروسته د شړشم د دانې په اندازه ایمان هم نه شته».
[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 50]
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله تعالی هېڅ داسې پېغمبر په پخوانیو امتونو کې ندی رالېږلی مګر دا چې هغه به د خپل امت څخه ځینې خاص ملګري، ملاتړي، مجاهدین او مخلصان درلودل چې له هغوی وروسته به یې د خلافت وړتیا درلوده؛ د هغوی په سنتو به یې عمل کاوه، د هغه له اوامرو څخه به یې پیروي کوله، بیا به وروسته د هغوی نیکانو سلفو پسې داسې خلک راشي چې هېڅ خېر به پکې نه وي؛ هغه څه به وایي چې عمل پرې نه کوي او هغه څه به کوي چې امر ورته پرې نه کیږي؛ نو چا چې ورسره په لاس جهاد وکړ هغه مؤمن دی او چا چې ورسره په ژبه جهاد وکړ هغه مؤمن دی او چا چې ورسره په زړه جهاد وکړ هغه مؤمن دی او له دې وروسته د شړشم د دانې په اندازه ایمان نشته.