عن أم سلمة هند بنت أبي أمية حذيفة رضي الله عنها عن النبي صلى الله عليه وسلم أنه قال: «إِنَّه يُسْتَعمل عَلَيكُم أُمَرَاء فَتَعْرِفُون وَتُنكِرُون، فَمَن كَرِه فَقَد بَرِئ، ومَن أَنْكَرَ فَقَد سَلِمَ، ولَكِن مَنْ رَضِيَ وَتَابَعَ» قالوا: يا رسول الله، أَلاَ نُقَاتِلُهُم؟ قال: «لا، ما أَقَامُوا فِيكُم الصَّلاَة».
[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...
له أم سلمة هند بنت أبی أمیة حذیفة - رضي الله عنها - څخه روایت دی هغه له نبي کریم - صلی الله علیه وسلم - څخه روایت کوي فرمایي: پر تاسې به امیران وګمارل شي، نو تاسې به یې - خبرې - منئ او یا به یې ردوئ، نو چا چې د هغوی - د شریعت خلاف کړنې - په زړه کې بدې وګڼلې نو هغه خلاصون وموند، او چا چې د هغوی کړنې په ژبې او لاس سره منع کړې نو هغه نجات وموند، خو که څوک پرې خوښ و او د هغوی پیروي یې وکړه، هغوی وویل: ای د الله رسوله، آیا ورسره ونه جنګیږو، ویې ویل: نه، تر څو چې په تاسو کې لمونځونه ودروي.
صحيح - مسلم روايت کړی دی
پيغمبر- صلی الله علیه وسلم- خبر ورکړی چې د چارواکي لخوا پر مونږ امیران ټاکل کیږي، موږ د هغوی له ځینو کړنو خبر یو. ځکه چې د هغه څه سره موافق دي چې د شریعت لخوا پیژندل شوي دي، او له ځینو یې انکار کوو؛ ځکه چې د شریعت خلاف دي، نو چا چې په زړه کې له بدۍ کرکه ولرله خو د منعې کولو توان یې - د چارواکو د ظلم له ویرې - نه درلوده؛ له ګناه څخه خلاص شو، او څوک چې په لاس او یا ژبې سره د هغوی د غندنې توان ولري او بیا یې وغانده، نو په امن کې شو، خو که څوک د دوی پدې عمل له زړه نه خوښ و او په عمل کې یې تعقیب کړي، نو داسې به هلاک شي لکه مخکني چې هلاک شوي وو، بیا هغوی له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل: آیا موږ له دوی سره جګړه ونه کړو؟ هغه وویل: نه، تر څو چې دوی ستاسو په منځ کې لمونځ کوي.