عن عرفجة رضي الله عنه قال: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول:
«مَنْ أَتَاكُمْ وَأَمْرُكُمْ جَمِيعٌ عَلَى رَجُلٍ وَاحِدٍ، يُرِيدُ أَنْ يَشُقَّ عَصَاكُمْ، أَوْ يُفَرِّقَ جَمَاعَتَكُمْ، فَاقْتُلُوهُ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 1852]
المزيــد ...

له عرفجة رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې:
«څوک چې تاسو ته راشي په داسې حال کې چې تاسو ټول په یو سړي راغونډ شوي یاست، غواړي چې ستاسو منځ کې درز او تفرقه واچوي، او یا مو جماعت سره بیل کړي، نو ویې وژنئ».

[صحيح دی] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحيح مسلم - 1852]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې کله مسلمانان پر یو چارواکي سره راغونډ شول، او یا په یو جماعت سره راټول شول، بیا یو څوک راشي او د واک پر سر ورسره شخړه وکړي، نو پر دوی یې منع کول او ورسره جګړه کول واجب دي، تر څو یې شر دفع شي، او د وینو تویدلو مخنیوی وشي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د مسلمانانو له حاکم څخه اورېدل او له معصیت پرته یې پيروي کول واجب دي او پر هغه راوتل (کودتاه کول) حرام دي.
  2. چا چي د مسلمانانو د حاکم او د هغه د ډلې پر وړاندې بغاوت وکړ نو جګړه کول ورسره واجب دي، که د شرف او نسب له اړخه هر څومره د لوړې مرتبې خاوند هم وي.
  3. په اتحاد ټینګار او له بېلتون او اختلاف څخه ځان ساتل.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (58)
نور