عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ رضي الله عنهما أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قَامَ بَعْدَ أَنْ رَجَمَ الْأَسْلَمِيَّ فَقَالَ:
«اجْتَنِبُوا هَذِهِ الْقَاذُورَةَ الَّتِي نَهَى اللَّهُ عَنْهَا فَمَنْ أَلَمَّ فَلْيَسْتَتِرْ بِسِتْرِ اللَّهِ وَلْيُتُبْ إِلَى اللَّهِ، فَإِنَّهُ مَنْ يُبْدِ لْنَا صَفْحَتَهُ نُقِمْ عَلَيْهِ كِتَابَ اللَّهِ عز وجل».
[صحيح] - [رواه الحاكم والبيهقي] - [المستدرك على الصحيحين: 7615]
المزيــد ...
له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم کله أسلمي سنګسار کړ ودرېد او ویې فرمایل:
(لدې پلیتۍ (زنا) څخه ځان وساتۍ چې الله تعالی ترې منع کړې ده، نو څوک چې پکې ښکېل شو د الله په پرده دې ځان وپوښي او الله تعالی ته دې توبه وکړي، ځکه څوک چې موږ ته ځان وښایي، موږ پرې د الله تعالی د کتاب حکم جاري کوو).
[صحيح] - [بيهقي روايت کړی دی - حاکم روایت کړی دی] - [المستدرک علی الصحیحین - 7615]
ابن عمر رضي الله عنهما وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ماعز بن مالک الأسلمي رضي الله عنه له سنګسارولو وروسته ودرېد، خلکو ته یې خطبه ورکړه او ویې فرمایل: لدې او هرې پلیتې ګناه چې الله تعالی ترې منع فرمایلې ده ځان وساتئ، او له چا چې کومه ګناه وشوه، یا یو څه پکې ښکېل شو نو دوه کارونه پرې واجب دي: لومړی: چې د ځان پرده وکړي، ځکه الله تعالی یې پرده وکړه، او هېڅوک دې په خپله ګناه نه خبروي. دویم: الله تعالی ته دې په توبې وېستلو بیړه وکړي او په ګناه دې اصرار نه کوي، او موږ ته چې د چا ګناه ښکاره شوه، موږ پرې حد جاري کوو، کوم چې د الله په کتاب کې د نوموړي ګناه لپاره ذکر شوی دی.