+ -

عن ابن عمر رضي الله عنهما قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:
«كل مُسْكِرٍ خَمْرٌ، وكل مُسْكِرٍ حرام، ومن شرِب الخمر في الدنيا فمات وهو يُدْمِنُهَا لَمْ يَتُبْ، لَمْ يَشْرَبْهَا في الآخرة».

[صحيح] - [رواه مسلم وأخرج البخاري الجملة الأخيرة منه] - [صحيح مسلم: 2003]
المزيــد ...

له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«كل مُسْكِرٍ خَمْرٌ، وكل مُسْكِرٍ حرام، ومن شرِب الخمر في الدنيا فمات وهو يُدْمِنُهَا لَمْ يَتُبْ، لَمْ يَشْرَبْهَا في الآخرة». "هر نشه کوونکی شی شراب دي او هر نشه کوونکی شی حرام دی، څوک چې په دنیا کې شراب وڅښي او معتاد پرې مړ شي او توبه ونه کړي، نو په آخرت کې به شراب و نه څښي".

[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 2003]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړې ده چې هر هغه څه چې عقل غیبوي او له منځه یې وړي نو هغه نشه کوونکي شراب دي، برابره خبره ده که هغه څښاک وي یا خوراک، تنفس وي او یا بل څه، او دا چې هر هغه څه چې انسان نشه کوي او عقل یې له منځه وړي نو الله تعالی هغه حرام کړی او منع یې ترې فرمایلې ده، هغه که لږ وي او یا ډېر. او دا چې چا هر ډول نشه ایی توکي وڅښل او په دوامداره توګه یې څښل او تر مرګه یې ترې توبه ونه وېسته نو هغه د الله تعالی د عذاب مستحق دی چې په جنت کې به یې له شرابو محروم کړي.

ژباړه: انګلیسي اردو اندونیسیایي اویغوري ژبه فرانسوي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي دري رومانیایي ژباړه اورومي ژباړه
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د شرابو د حراموالی لامل نشه ده، نو هر هغه شی چې انسان نشه کوي، هغه که هر ډول وي حرام دی.
  2. الله تعالی شراب حرام کړي، ځکه چې لوی زیانونه او بدۍ پکې شتون لري.
  3. په جنت کې د شرابو څښل د بشپړې خوښۍ او بشپړ نعمت نښه ده.
  4. څوک چې په دنیا کې د شرابو له څښلو ډډه ونه کړي، الله تعالی به یې په جنت کې د شرابو له څښلو څخه محروم کړي، ځکه د عمل جزا یې له جنسه ده.
  5. له مرګ نه مخکې د ګناهونو څخه توبې وېستلو ته هڅول.
نور