عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ:
كُنْتُ سَاقِيَ القَوْمِ فِي مَنْزِلِ أَبِي طَلْحَةَ، وَكَانَ خَمْرُهُمْ يَوْمَئِذٍ الفَضِيخَ، فَأَمَرَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مُنَادِيًا يُنَادِي: أَلاَ إِنَّ الخَمْرَ قَدْ حُرِّمَتْ، قَالَ: فَقَالَ لِي أَبُو طَلْحَةَ: اخْرُجْ، فَأَهْرِقْهَا، فَخَرَجْتُ فَهَرَقْتُهَا، فَجَرَتْ فِي سِكَكِ المَدِينَةِ، فَقَالَ بَعْضُ القَوْمِ: قَدْ قُتِلَ قَوْمٌ وَهِيَ فِي بُطُونِهِمْ، فَأَنْزَلَ اللَّهُ: {لَيْسَ عَلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جُنَاحٌ فِيمَا طَعِمُوا} [المائدة: 93] الآيَةَ.
المزيد
له انس رضی الله عنه څخه روایت دی وایي:
زه د ابو طلحه په کور کې ساقي وم، په هغه ورځ د خلکو شراب "فضیخ" و -له خرما جوړ شوي شراب- نو رسول الله ﷺ اعلانوونکي ته امر وکړ چې خلکو ته اعلان وکړي چې : خبردار اوسئ! شراب حرام شول،
انس وایي: ابوطلحه راته وویل: وځه، دا شراب توی کړه، نو زه ووتلم او شراب مې توی کړل، تر دې چې د مدینې په کوڅو کې وبهېدل، ځینو خلکو وویل: " ځینې خلک چې مړه شوي او شراب یې په نسونو کې و (یعنې د هغوی به څه کېږي) نو الله تعالی دا آیت نازل کړ:
{لَيْسَ عَلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جُنَاحٌ فِيمَا طَعِمُوا}(المائدة: 93 آیت) یعني: پر هغو کسانو چې ایمان یې راوړی او نیک کارونه یې کړي په پخواني خوراک او څښاک کومه ګناه نشته...)