عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَسْعُودٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ رَفَعَهُ:
فِي قَوْلِ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ: {وَمَنْ يُرِدْ فِيهِ بِإِلْحَادٍ بِظُلْمٍ نُذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ} [الحج: 25] قَالَ: «لَوْ أَنَّ رَجُلًا هَمَّ فِيهِ بِإِلْحَادٍ وَهُوَ بِعَدَنِ أَبْيَنَ لَأَذَاقَهُ اللَّهُ عَذَابًا أَلِيمًا».
[صحيح] - [رواه أحمد والحاكم] - [المستدرك على الصحيحين: 3461]
المزيــد ...
له عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه مرفوع روایت دی:
د الله تعالی د دې وینا په اړه چې فرمایي: {وَمَنْ يُرِدْ فِيهِ بِإِلْحَادٍ بِظُلْمٍ نُذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ} [الحج: 25] یعنې: او څوک چې په هغه (مسجد الحرام) كې په ظلم سره بې لاريتوب وغواړي، هغه ته به دردناک عذاب وروڅكو. وایي«که چېرته یو سړی پکې د الحاد (له حقه د اوښتو) تش نیت هم وکړي، حال دا چې هغه په عدنِ أبین کې وي، نو الله به ورته دردناک عذاب وروڅکوي».
[صحيح] - [رواه أحمد والحاكم] - [المستدرک علی الصحیحین - 3461]
عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د الله تعالی د دې وینا په اړه یادونه وکړه چې فرمایي: {وَمَنْ يُرِدْ فِيهِ بِإِلْحَادٍ بِظُلْمٍ نُذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ} وی وویل: که د خلکو له ډلې څخه یو کس په زړه کې دا خبره تېره کړي او ټینګه اراده وکړي چې د مکې په حرم کې کوم بد کار وکړي، داسې کار چې په هغه سره د حرم هغه څه حلال وبولي چې الله پرتا حرام کړي لکه د ژبې (بد استعمال) یا قصدي وژنه، چې دا ظلم دی؛ او که دا اراده د یمن په عدن ښار کې هم وي، نو د همدې ارادې له امله مستحق دی چې الله تعالی پرې دردناک عذاب راولي، که څه هم هغه کار یې نه وي کړی؛ ځکه په دې کې یوازې اراده کول هم بسنه کوي.