عَنْ عُقْبَةَ بْنِ عَامِرٍ رَضيَ اللهُ عنهُ قَالَ: قَالَ لِي رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«أُنْزِلَ -أَوْ أُنْزِلَتْ- عَلَيَّ آيَاتٌ لَمْ يُرَ مِثْلُهُنَّ قَطُّ، الْمُعَوِّذَتَيْنِ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 814]
المزيــد ...

له عقبة بن عامر رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم ماته وویل:
(پر ما داسې آیتونه نازل شول چې تر دې مخکې یې مثال نه دی لیدل شوی؛ معوذتین -الفلق او الناس سورتونه-).

[صحيح دی] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحيح مسلم - 814]

تشریح

عقبة بن عامر رضی الله عنه خبر ورکوي چې نبي صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: الله تعالی پر ما نن شپه داسې آیتونه نازل کړل چې تر دې مخکې یې مثال نه دی لیدل شوی – یعنې د استعاذې (پناه غوښتنې) په برخه کې – دا دواړه معوذتین دي: یعنې {قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ} او {قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ} سورتونه.

د حديث له ګټو څخه

  1. د معوذتینو دلوی فضیلت بیان.
  2. په معوذتینو د هر ډول شر څخه پر پناه غوښتنې ټینګار.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اندونیسیایي بنګالي نور (34)
نور