+ -

عن أبي هريرة رضي الله عنه: أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال:
«لَا تَجْعَلُوا بُيُوتَكُمْ مَقَابِرَ، إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنْفِرُ مِنَ الْبَيْتِ الَّذِي تُقْرَأُ فِيهِ سُورَةُ الْبَقَرَةِ».

[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«لَا تَجْعَلُوا بُيُوتَكُمْ مَقَابِرَ، إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنْفِرُ مِنَ الْبَيْتِ الَّذِي تُقْرَأُ فِيهِ سُورَةُ الْبَقَرَةِ». "له خپلو کورونو څخه هدیرې مه جوړوئ، یقینا چې شیطان له هغه کور څخه تښتي چې د بقرې سورت پکې لوستل کیږي".

صحيح - مسلم روايت کړی دی

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم منع فرمایلی چې کورونه له لمانځه څخه خالي شي، ځکه (بې لمانځه کورونه) هدیرو ته ورته وي چې لمونځ پکې نه کیږي.
بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې شیطان له هغه کور نه تښتي چې د بقرې سورت پکې لوستل کیږي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية القيرقيزية النيبالية اليوروبا الليتوانية الدرية الصومالية الكينياروندا
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. په کورونو کې ډېر عبادت او نفلي لمونځونه کول مستحب دي.
  2. په هدیرو کې له جنازې پرته لمونځ کول ناروا دي؛ ځکه دا د شرک لپاره یوه وسیله او د مړو په حق کې غلو یعنې له حد نه اوړېدل دي.
  3. د قبرونو تر څنګ لمونځ کول د صحابه کرامو په تایید سره منع شوی دی، لدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم منع فرمایلي ده چې کورونه لکه د هدیرو په څېر وګرځول شي چې لمونځ پکې نه کیږي.