عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:
«لَأَنْ أَقُولَ: سُبْحَانَ اللهِ، وَالْحَمْدُ لِلهِ، وَلَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَاللهُ أَكْبَرُ، أَحَبُّ إِلَيَّ مِمَّا طَلَعَتْ عَلَيْهِ الشَّمْسُ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2695]
المزيــد ...

له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي:
«دا چې : ( سُبْحَانَ اللهِ، وَالْحَمْدُ لِلهِ، وَلَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَاللهُ أَكْبَرُ) ووایم؛ دا راته له هر هغه څه نه غوره دي چې لمر پرې راختلی دی».

[صحيح دی] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحيح مسلم - 2695]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې په دې سترو کلماتو سره د الله جل جلاله یادول له دنیا او څه چې پکې دي غوره دي او هغه (کلمې) دا دي:
"سبحان الله": له نیمګړتیاوو څخه د الله جل جلاله پاکوالی.
"الحمد لله": له محبت او تعظیم سره د کمال په صفتونو د هغه ستایل.
"لا إله إلا الله": له الله جل جلاله پرته بل حق معبود نشته.
"الله أكبر" الله جل جلاله له هر شي لوی او ځواکمن دی.

د حديث له ګټو څخه

  1. د الله جل جلاله په ذکر ټینګار، او دا چې د الله ذکر له هر هغه څه نه غوره دی چې لمر پرې راختلی.
  2. ډېر ذکر ته هڅول؛ د ثواب او احسان په وجه.
  3. د دنیا خوندونه لږ او شهوتونه یې له منځه تلونکي دي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (62)