د احادیثو لړلیک

تر ټولو غوره ذکر : لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ دی، او تر ټولو غوره دعا: الحمد لله ده
عربي الإنجليزية الأوردية
الله - جل جلاله - ته تر ټولو محبوبې ویناوې څلور دي: سُبْحَانَ اللهِ، وَالْحَمْدُ لِلهِ، وَلَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَاللهُ أَكْبَرُ، دا مهمه نده چې تاسو په کومه یوه پیل کوئ
عربي الإنجليزية الأوردية
دوه کلمې دي چې په ژبه سپکې، په تله کې درنې او رحمان - ذات - ته محبوبې دي
عربي الإنجليزية الأوردية
دا چې : ( سُبْحَانَ اللهِ، وَالْحَمْدُ لِلهِ، وَلَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَاللهُ أَكْبَرُ) ووایم؛ دا راته له هر هغه څه نه غوره دي چې لمر پرې راختلی دی
عربي الإنجليزية الأوردية
هېڅ ډله په یوه ځای کې ناسته نه کوي چې هلته د الله یاد ونه کړي او پر پېغمبر یې درود ونه وایي، مګر دا چې (هغه ناسته به) د دوی لپاره د نقصان او پښېمانتیا لامل وګرځي؛ نو که الله وغواړي سزا به ورکړي او که وغواړي بخښنه به ورته وکړي
عربي الإنجليزية الأوردية
چا چې وویل: زه په الله (جل جلاله) د رب، په اسلام د دین او پر محمد ﷺ د رسول په توګه راضي او خوښ یم، نو جنت ورته واجب شو
عربي الإنجليزية الإندونيسية