عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«مَا جَلَسَ قَوْمٌ مَجْلِسًا لَمْ يَذْكُرُوا اللَّهَ فِيهِ وَلَمْ يُصَلُّوا عَلَى نَبِيِّهِمْ إِلاَّ كَانَ عَلَيْهِمْ تِرَةً، فَإِنْ شَاءَ عَذَّبَهُمْ وَإِنْ شَاءَ غَفَرَ لَهُمْ».

[صحيح] - [رواه أبو داود والترمذي والنسائي في الكبرى] - [سنن الترمذي: 3380]
المزيــد ...

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«هېڅ ډله په یوه ځای کې ناسته نه کوي چې هلته د الله یاد ونه کړي او پر پېغمبر یې درود ونه وایي، مګر دا چې (هغه ناسته به) د دوی لپاره د نقصان او پښېمانتیا لامل وګرځي؛ نو که الله وغواړي سزا به ورکړي او که وغواړي بخښنه به ورته وکړي».

[صحيح دی] - [ابوداود، الترمذي او النسائي په السنن الکبری کې روایت کړی دی] - [جامع الترمذي - 3380]

تشریح

نبي صلی الله عليه وسلم د الله تعالی له یادولو څخه د بې پروایۍ په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې کوم خلک چې په یوه مجلس کې ناست وي او هلته الله نه یادوي او د هغه په رسول صلی الله عليه وسلم درود نه وایي، مګر دا چې هغه مجلس به د قیامت په ورځ د دوی لپاره د پښېمانۍ، زیان او نقصان لامل وګرځي؛ نو که الله وغواړي دوی به د هغوی د پخوانیو ګناهونو او راتلونکي بې پروایۍ له امله په سزا ورسوي او که وغواړي نو په خپل فضل او رحم سره به یې وبخښي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د ذکر فضیلت او ورته هڅوونه.
  2. د هغو مجلسونو فضیلت چې الله تعالی پکې یادېږي او د هغه په رسول صلی الله علیه وسلم پکې درود ویل کېږي، او هغه مجلسونه چې دا کارونه پکې نه کېږي، پکې د ناستو لپاره د قیامت په ورځ د بدبختۍ لامل ګرځي.
  3. کوم خبرداری چې د الله د یاد څخه د غفلت په اړه ورکړل شوی یوازې پر مجلسونو پورې محدود نه دی، بلکې نورو ځایونو ته هم شاملېږي، نووي ویلي: څوک چې په یو ځای کې ناسته وکړي نو د الله تعالی له یادولو پرته ورته د هغه ځای پرېښودل مکروه دي.
  4. په قيامت کې د دوی پښېماني خو يا: د اجر او ثواب له لاسه ورکول دي ځکه چې وخت یې د الله په اطاعت کې نه دی کارولی او يا خو ګناه او سزا ده ځکه چې وخت یې د الله تعالی په نافرمانۍ کې تېر کړی دی.
  5. دا خبرداری د مباحې بې پروایۍ په اړه دی، نو د هغه چا به څه حال وي چې په حرامو مجلسونو کې ګډون کوي؛ چې غیبت، چغلګري او داسې نور ګناهونه پکې کېږی.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (43)