عن أبي هريرة رضي الله عنه مرفوعاً: «ليس شيءٌ أكرمَ على الله من الدعاء».
[حسن] - [رواه الترمذي وابن ماجه وأحمد]
المزيــد ...

له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه مرفوع روایت دی: «د الله په نزد له دعا پرته بل هیڅ شی ډیر عزتمن نشته».
حسن - ابن ماجه روايت کړی دی

تشریح

(د الله په نزد له دعا څخه بل هیڅ شی عزتمن نشته) ځکه چې دا عبادت دی، او عبادت هغه څه دی چې الله تعالی مخلوقات د هغه لپاره پیدا کړي دي، دعا د الله په قدرت او د هغه د پوهې په پراخوالي او د دعا کوونکي په عاجزۍ او اړتیا دلالت کوي، لدې امله د الله تعالی په وړاندې دعا تر څولو څېزونو عزتمن شی دی.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د دعا فضیلت او دا چې دا د الله تعالی په نزد یو له غوره او خورا عزتمنو چارو څخه ده.
  2. دعا ته هڅول، او پرې ټینګار، ځکه د الله په نزد تر ټولو عزتمن شی دی.