عن النعمان بن بشير رضي الله عنهما عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: «إن الدعاء هو العبادة». ومن حديث أنس رضي الله عنه بلفظ: «الدعاء مُخُّ العبادة».
[حديث النعمان بن بشير: صحيح. حديث أنس بن مالك: ضعيف] - [حديث النعمان -رضي الله عنه-: رواه أبو داود والترمذي وابن ماجه وأحمد. حديث أنس -رضي الله عنه-: رواه الترمذي]
المزيــد ...

د نعمان بن بشیر -رضي الله عنهما- حخه روایت دی چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم- فرمایي دي: دعاء عبادت دی. او د انس - رضي الله عنه- د حدیث په لفظ: دعاء د عبادت مغز دی.
صحيح - ابن ماجه روايت کړی دی

تشریح

دعاء عبادت دی: پدې دلیل دی چې د الله تعالی دعاء (رابلل) د هغه اصل عبادت دی چې الله تعالی په هغې سره خپل بنده ګان مکلف کړي دي، ځکه چې کله د انسان امید له الله تعالی پرته له نورو څخه پرې شي او -هغه ته- عاجزي ښکاره کړي او خپل رب په دعا سره ځانګړی کړي، او د زړه توجه یې بل چانه واوړي، نو په حقیقت کې یې الله تعالی ته په کمال او دعا قبلولو سره اعتراف وکړ، او دا چې هغه ذات اوریدونکی، نږدې او په هر څه قادر دی، او همدا د عبادت حقیقت او د توحید خلاصه ده. او د هغه دا وینا: الدعاء مخ العبادة: معنا یې داسې ده چې خالص عبادت او روح یې چې پرته له هغه عبادت نه صحیح کیږي هغه دعاء ده، لکه څرنګه چې انسان پرته له دماغو څخه نشې پاتې کیدلی.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. دعاء د عبادت تر ټولو لوی - ډول - دی.
  2. دعاء د عبادت اصل او روح دی چې له هغه پرته نه صحیح کیږي.
  3. دعا ته هڅول
  4. په هر وخت کې په دعا ټینګار ځکه چې پدې کې ذِکر په ژبه او د الله تعالی په وړاندې عاجزي دواړه یو ځای شوي دي.
  5. په دعا کې د بنده ګۍ حقیقت او د لوی څښتن په بډایتوب او ځواکمنتیا اعتراف دی او همدا رنګه هغه - پاک ذات ته د بنده - اړتیا ته هم شامل ره.
  6. دعاء خپل رب ته د بنده نږدېوالی زیاتوي او - په دعا کې - د هغه په حق او په خپل علم سره هر څه راګیرولو او د بنده په عاجزۍ اعتراف دی.