+ -

عَنْ سَلْمَانَ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«إِنَّ رَبَّكُمْ حَيِيٌّ كَرِيمٌ، يَسْتَحْيِي مِنْ عَبْدِهِ إِذَا رَفَعَ يَدَيْهِ إِلَيْهِ أَنْ يَرُدَّهُمَا صِفْرًا».

[حسن] - [رواه أبو داود والترمذي وابن ماجه] - [سنن أبي داود: 1488]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

له سلمان رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«بېشکه چې ستاسو رب ډېر حیاناک او عزتمند دی، هغه له خپل بنده نه حیا کوي چې کله ورته لاسونه پورته کړي او بېرته یې تش ور وګرځوي».

[حسن] - - [سنن أبو داود - 1488]

تشریح

نبي صلی الله عليه وسلم د دعا پر مهال د لاسونو په پورته کولو ټینګار کوي او خبر راکوي چې الله تعالی ډېر حیاء لرونکی ذات دی، او هېڅکله ورکړه نه پرېږدي، له بنده سره هغه څه کوي چې هغه پرې خوشحالېږي، او هغه څه پرېږدي چې زیان ور رسوي، (کریم) دی؛ له غوښتنې پرته ورکړه کوي، نو له غوښتنې وروسته به یې څنګه نه ورکوي؟ هغه د خپل مؤمن بنده څخه حیا کوي چې لاسونه یې د دعا لپاره ورپورته کړي او بیا یې تش، ناهیلي او له قبلولو پرته یې پرېږدي.

د حديث له ګټو څخه

  1. انسان چې هر څومره الله تعالی ته خپلې اړتیاوې وړاندې کوي او بندګي ورته ښیي، همغومره یې د دعا د قبلېدو لپاره هیله مندي زیاتېږي.
  2. دعا کولو ته هڅوونه او دا چې پر مهال یې لاسونه پورته کول مستحب دي او د دعا د قبلېدو له لاملونو څخه یو دی.
  3. د بندګانو په حق کې د الله د کرم او رحم د پراخوالي بیان.
ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي تايلندي آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي دري رومانیایي ژباړه هنګري الموري ملاګاسي Kannada کنادا اوکراني الجورجية المقدونية الخميرية الماراثية
د ژباړو کتنه