عَنْ أَنَسٍ رضي الله عنه قَالَ:
كَانَ أَكْثَرُ دُعَاءِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «اللَّهُمَّ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً، وَفِي الآخِرَةِ حَسَنَةً، وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ».
[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي:
د رسول الله صلى الله عليه وسلم تر ټولو زياته دعا به دا وه: «اللَّهُمَّ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً، وَفِي الآخِرَةِ حَسَنَةً، وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ». "اې الله زموږ ربه، موږ ته په دنيا او اخرت کې خېر راکړه، او د اور له عذابه مو وساته."
صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)
رسول الله صلی الله علیه وسلم به ډیری وخت جامعه دعاګانې کولې چې له هغو څخه یو دا ده: "اللهم ربنا آتنا في الدنيا حسنة، وفي الآخرة حسنة، وقنا عذاب النار"، دا دعا د دنيا ښېګڼو ته شامله ده، لکه خوندور، پراخه او حلال رزق، صالحه مېرمن، داسې اولادونه چې سترګې پرې یخیږي ، هوساینه، ګټور علم، نيک عمل او داسې نورې مطلوبې او روا غوښتنې او د آخرت خېر لکه: د قبر او آخرت سختو حالاتو او د جهنم له عذابونو څخه په امن کې پاتې کېدل، د الله جل جلاله خوښي او ابدي نعمتونو تر لاسه کول او ډېر مهربان رب ته نږدې کېدل.