عَنْ شَدَّادِ بْنِ أَوْسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«سَيِّدُ الِاسْتِغْفَارِ أَنْ تَقُولَ: اللَّهُمَّ أَنْتَ رَبِّي لاَ إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، خَلَقْتَنِي وَأَنَا عَبْدُكَ، وَأَنَا عَلَى عَهْدِكَ وَوَعْدِكَ مَا اسْتَطَعْتُ، أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا صَنَعْتُ، أَبُوءُ لَكَ بِنِعْمَتِكَ عَلَيَّ، وَأَبُوءُ لَكَ بِذَنْبِي فَاغْفِرْ لِي، فَإِنَّهُ لاَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا أَنْتَ» قَالَ: «وَمَنْ قَالَهَا مِنَ النَّهَارِ مُوقِنًا بِهَا، فَمَاتَ مِنْ يَوْمِهِ قَبْلَ أَنْ يُمْسِيَ، فَهُوَ مِنْ أَهْلِ الجَنَّةِ، وَمَنْ قَالَهَا مِنَ اللَّيْلِ وَهُوَ مُوقِنٌ بِهَا، فَمَاتَ قَبْلَ أَنْ يُصْبِحَ، فَهُوَ مِنْ أَهْلِ الجَنَّةِ».

[صحيح] - [رواه البخاري]
المزيــد ...

له شداد بن اوس رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
د استغفار وییلو سرداره دعا اللَّهُمَّ أَنْتَ رَبِّي لاَ إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، خَلَقْتَنِي وَأَنَا عَبْدُكَ، وَأَنَا عَلَى عَهْدِكَ وَوَعْدِكَ مَا اسْتَطَعْتُ، أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا صَنَعْتُ، أَبُوءُ لَكَ بِنِعْمَتِكَ عَلَيَّ، وَأَبُوءُ لَكَ بِذَنْبِي فَاغْفِرْ لِي، فَإِنَّهُ لاَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا أَنْتَ» (یا الله! ته زما رب یې، نشته د عبادت وړ په حق سره پرته له تا څخه، تا زه پیدا کړی یم او زه ستا بنده یم، او زه ستا پر لوظ او ژمنه له خپل توان سره سم ولاړ یم، پناه غواړم پر تا له هغه شر نه چې ما تر سره کړی، اقرار کوم تا ته ستا په هغو نعمتونو چې تا ما ته راکړي او پر خپلو ګناهونو هم اقرار کوم، نو ماته بخښنه وکړه، ځکه چې له تا پرته بل څوک ګناهونه نه شي بخښلی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «او چا چې دا دعا له یقین سره د سهار له خوا وویله، او له شپې وړاندې په همدې ورځ مړ شو، نو هغه جنتي دی، او چا چې دا دعا په یقین سره د شپې له خوا وویله، او له سهار نه مخکې مړ شو، نو هغه جنتي دی».

صحيح - بخاري روايت کړی دی

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د استغفار لپاره کلمې دي او په هغو کې تر ټولو غوره او لویه د بنده لپاره دا ده چې ووایي: "اللهم أنت ربي لا إله إلا أنت خلقتني وأنا عبدك وأنا على عَهْدِكَ وَوَعْدِكَ ما اسْتَطَعْتُ أعوذ بك من شر ما صنعتُ أَبُوءُ لك بنعمتك عليَّ وأَبُوءُ لك بذنبي فَاغْفرْ لي فإنه لا يغفر الذنوب إلا أنت" نو بنده لومړی د الله جل جلاله په یووالي اقرار کوي او دا چې الله جل جلاله یې پيدا کوونکی او معبود دی، شریک نه لري او دا چې دی د الله سره په خپلو ژمنو د توان تر کچې ولاړ دی؛ ځکه بنده که څومره عبادت هم وکړي بیا هم نشي په عبادت کې د الله تعالی ټول اوامر پر ځای کړي او نه شي کولی د الله د هغو نعمتونو پوره شکر ادا کړي چې شکر ویستل یې پرې واجب دي، نو باید چې الله تعالی ته رجوع وکړي او هغه ته پناه یوسي، ځکه الله هغه ذات دی د بنده له شر څخه ورته پناه وړل کیږي. او دی هغه ته په خپله خوښه د هغه په نعمتونو اقرار کوي او په خپلې ګناه او سرغړونو اقرار کوي. الله جل جلاله ته لدې ننواتو وروسته له خپل رب څخه دا دعا غواړي چې د ګناهونو په پټولو سره ورته بښنه وکړي او په خپلې بخښنې، فضل او رحمت سره یې د ګناه له بديو وژغوري ځکه چې له هغه لوی څښتن پرته بل څوک ګناهونه نه بخښي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې دا دعا د سبا او بیګا له اذکارو څخه یوه ده، نو څوک یې چې په یقین سره ووایي، له ایمان سره یې معنا په زړه کې راولي او د ورځې په پیل کې یې د لمر راختلو او زوال تر منځه ووايی، چې دا د ورځې وخت دی، بیا مړ شي نو دی به جنت ته داخل شي. او چا چې بیګا مهال وویله، یعنې د لمر له ډوبېدو څخه تر سهار راختلو پورې او بیا له سبا کېدو مخکې مړ شو، نو جنت ته داخل شو.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. استغفار وېل بیلابېلې بڼې لري چې ځینې یې له ځینو نورو غوره دي.
  2. بنده باید په دې دعا سره له الله تعالی څخه دعا وغواړي؛ ځکه چې دا د دعاګانو سرداره دعا ده.