د احادیثو لړلیک

اې عباسه، اې د رسول الله صلی الله علیه وسلم تره، له الله تعالی څخه د دنیا او آخرت خېر او سلامتیا وغواړه
عربي الإنجليزية الأوردية
رسول الله صلی الله علیه وسلم به اکثره دا ویل چې: «يَا مُقَلِّبَ القُلُوبِ ثَبِّتْ قَلْبِي عَلَى دِينِكَ»، «اې د زړونو اړوونکیه ذاته! زما زړه په خپل دین ثابت کړه
عربي الإنجليزية الأوردية
اللهُمَّ أَصْلِحْ لِي دِينِي الَّذِي هُوَ عِصْمَةُ أَمْرِي
عربي الإنجليزية الأوردية
رَبِّ اغْفِرْ لِي خَطِيئَتِي وَجَهْلِي، وَإِسْرَافِي فِي أَمْرِي كُلِّهِ، وَمَا أَنْتَ أَعْلَمُ بِهِ مِنِّي، اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي خَطَايَايَ، وَعَمْدِي وَجَهْلِي وَهَزْلِي، وَكُلُّ ذَلِكَ عِنْدِي، اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي مَا قَدَّمْتُ وَمَا أَخَّرْتُ، وَمَا أَسْرَرْتُ وَمَا أَعْلَنْتُ، أَنْتَ المُقَدِّمُ وَأَنْتَ المُؤَخِّرُ، وَأَنْتَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ». "زما ربه! ماته زما ګناهونه او ناپوهي، په ټولو چارو کې زما اسراف او هغه څه چې ته پرې زما څخه ښه پوهېږې وبښې، یا الله ما ته زما ګناهونه وبښې؛ هغه چې ما په قصد او یا سهوې او خطا سره کړي دي، او دا ټول زما سره دي، یا الله ما ته زما هغه ګناهونه وبښې چې ما پخوا کړي دي او یا یې وروسته کوم، هغه چې ما په ښکاره کړي او هغه چې ما پټ کړي، ته مخکې کوونکی (د خېر د کارونو توفیق ورکوونکی) او ( د خېر له کارونو وروسته کوونکی یې چالره چې وغواړې)او ته پر هر څه قادر یې
عربي الإنجليزية الأوردية
یا الله! زه له تانه په دنیا او آخرت کې د سلامتیا سوال کوم، یا الله! زه له تانه په خپل دین، دنیا، کورنۍ او مال کې د بخښنې او سلامتیا سوال کوم، یا الله! زما شرمګاه - او یا شرمګاوې په پرده کې وساته، او زما وېره په امن بدله کړه، یا الله زما د مخې، زما د شا، زما د ښي اړخ، زما د چپ اړخ، زما د پاسه او د لاندې له خوا زما ساتنه وکړه، او ستا په لویۍ پناه نیسم له دې چې د لاندې له خوا ترور شم
عربي الإنجليزية الأوردية
اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ الْخَيْرِ كُلِّهِ، عَاجِلِهِ وَآجِلِهِ، مَا عَلِمْتُ مِنْهُ وَمَا لَمْ أَعْلَمْ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ الشَّرِّ كُلِّهِ، عَاجِلِهِ وَآجِلِهِ، مَا عَلِمْتُ مِنْهُ وَمَا لَمْ أَعْلَمْ
عربي الإنجليزية الأوردية
اللهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ زَوَالِ نِعْمَتِكَ، وَتَحَوُّلِ عَافِيَتِكَ، وَفُجَاءَةِ نِقْمَتِكَ، وَجَمِيعِ سَخَطِكَ». «اې الله! تا پورې له دې نه پناه غواړم چې ستا نعمت رانه زوال شي، ستا عافيت راڅخه واوړي او ناخبره راباندې ستا عذاب راشي او يا راته ستا کامله غصه او غضب راوپارېږي
عربي الإنجليزية الأوردية
اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ غَلَبَةِ الدَّيْنِ، وَغَلَبَةِ الْعَدُوِّ، وَشَمَاتَةِ الْأَعْدَاءِ». (یا الله! زه پر تا له زیاتو قرضونو، د دښمن له غلبې او د دښمنانو له خوشحالۍ پناه نیسم)
عربي الإنجليزية الأوردية
اې الله زموږ ربه، موږ ته په دنيا او اخرت کې خېر راکړه، او د اور له عذابه مو وساته
عربي الإنجليزية الأوردية
قُلِ اللهُمَّ اهْدِنِي وَسَدِّدْنِي، وَاذْكُرْ بِالْهُدَى هِدَايَتَكَ الطَّرِيقَ، وَالسَّدَادِ سَدَادَ السَّهْمِ». «ووایه! اې الله! ماته هدایت وکړه او توفیق راکړه، او په هدایت سره د لارې د ښودلو یادونه وکړه، او په توفیق سره د غشي پر ځای د لګېدلو یادونه وکړه
عربي الإنجليزية الأوردية
ووايه: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، اللهُ أَكْبَرُ كَبِيرًا، وَالْحَمْدُ لِلَّهِ كَثِيرًا، سُبْحَانَ اللهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ، لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ
عربي الإنجليزية الأوردية
اې الله! زه له بدو اخلاقو، بدو عملونو او له بدو خواهشاتو څخه په تا پورې پناه غواړم
عربي الإنجليزية الأوردية
ای الله! زه پر تا له کمزورۍ، سستۍ، بزدلۍ، بخل، زړښت او د قبر له عذابه پناه غواړم، ای الله! زما نفس ته تقوا ورکړه او پاک یې کړه، ته تر ټولو ښه پاکوونکی یې، ته د هغه ساتونکی او مالک یې، ای الله! زه پر تا له داسې علمه پناه غواړم چې ګټه ونه لري، له داسې زړه نه چې وېره پکې نه وي، له داسې نفس نه چې نه مړېږي، او له داسې دعا څخه چې نه قبلېږي
عربي الإنجليزية الأوردية
ووایه: اې الله! په حلالو دې له حرامو څخه زما بساینه وکړه، او ما په خپل فضل سره له بل چا څخه بې نیازه کړه
عربي الإنجليزية الأوردية
اې الله ! تاته مې غاړه اېښودلې، پر تا مې ایمان راوړی، پر تا مې توکل کړی، تا ته مې رجوع کړې او ستا لپاره مې شخړه کړې، اې الله ! زه د ستا په عزت پناه غواړم چې ستا پرته بل معبود نشته- لدې چې ما ګمراه کړې، ته هغه ژوندی ذات یې چې هېڅکله نه مرې، حال دا چې پیریان او انسانان مري
عربي الإنجليزية الأوردية
اې الله! زه له تا څخه هدایت، تقوا، پاکلمني او غنامندي غواړم
عربي الإنجليزية الأوردية
بېشکه د آدم د ټولې اولادې زړونه د رحمان ذات د دوو ګوتو تر منځ دي، لکه یو زړه، نو هر لور ته چې وغواړي ګرځوي یې
عربي الإنجليزية الأوردية
نو کله چې له الله څخه دعا کوئ، فردوس ترې وغواړئ
عربي الإنجليزية الإندونيسية