عَنْ عَلِيٍّ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ لِي رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«قُلِ اللهُمَّ اهْدِنِي وَسَدِّدْنِي، وَاذْكُرْ بِالْهُدَى هِدَايَتَكَ الطَّرِيقَ، وَالسَّدَادِ سَدَادَ السَّهْمِ».
[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2725]
المزيــد ...
له علي رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«قُلِ اللهُمَّ اهْدِنِي وَسَدِّدْنِي، وَاذْكُرْ بِالْهُدَى هِدَايَتَكَ الطَّرِيقَ، وَالسَّدَادِ سَدَادَ السَّهْمِ».
«ووایه! اې الله! ماته هدایت وکړه او توفیق راکړه، او په هدایت سره د لارې د ښودلو یادونه وکړه، او په توفیق سره د غشي پر ځای د لګېدلو یادونه وکړه».
[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 2725]
رسول الله صلی الله علیه وسلم علی بن ابی طالب رضي الله عنه ته امر وکړ چې د الله تعالی څخه (په دې الفاظو) دعا وغواړي او ووایي: (اللهم اهدني) یا الله ماته هدایت وکړې او لار راوښیې (وسددني) او توفیق او په ټولو چارو کې استقامت راکړې.
هدایت: په تفصیل او اجمال سره د حق پېژندل او په ظاهر او باطن کې د هغه پیروۍ کولو ته وایي.
او سداد (توفیق): په ټولو چارو کې کاميابي او استقامت دی، یعنې هغه څه چې سم او پر حقه وي، او دا په وینا، عمل او عقیده کې نېغه لار ده.
او ځکه چې معنوي چاره په احساس سره روښانه کیږي، نو په داسې حال کې چې ته دا دعا کوې، دا راپه زړه کړه چې: (هدایت: تاته لارښوونه ده) نو په زړه کې داسې راوله چې ته د داسې یو چا په څېر لارښوونه غواړې لکه چې مسافر وي، ځکه چې هغه له سمې لارې څخه ښي او چپ طرف ته نه وځي، تر څو د لارورکۍ څخه بچ شي؛ او په همدې توګه خوندیتوب تر لاسه کوي او ژر تر ژره خپل هدف ته رسیږي.
(او موفقیت لکه: د غشي لږېدل) ته ګورې چې کله غشی ولې څومره په تېزۍ سره خپل هدف ته رسیږي، نو ویشتونکی چې کله هدف ولي، غشی د هدف لورې ته سموي، نو همدا رنګه ته هم د الله تعالی څخه سوال کوې چې د کوم هدف نیت لرې چې د غشې په څېر دې ورسیخ کړي؛ نو ته به په سوال کولو کې هدایت ته د رسېدو غوښتونکی یې چې تر پای دې مقصد ته ورسوي.
نو دا معنا دې را په زړه کړه، تر څو د الله تعالی څخه هدف ته د رسېدو سوال په داسې بڼه وکړې لکه څنګه چې غشی د مقصد په لور ولې چې هدف ته ورسېږي.