عن عثمان بن عفان رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: «خَيرُكُم من تعلَّمَ القرآنَ وعلَّمَهُ».
[صحيح] - [رواه البخاري]
المزيــد ...

له عثمان بن عفان - رضي الله عنه - څخه روایت دی، هغه له نبي - صلی الله علیه وسلم - څخه روایت کوي چې فرمایي: په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې قرآن زده کړي او نورو ته یې وښایې.
صحيح - بخاري روايت کړی دی

تشریح

"خيركم من تعلم القرآن وعلمه" غوره په تاسو کې هغه څوک دی چې قرآن زده کړي او نورو ته یې وښایي، دا حکم د ټول امت لپاره عام دی، نو غوره د خلکو هغه څوک دی چې دا دوه صفتونه پکې یو ځای شي؛ چا چې قرآن زده کړ او قرآن یې نورو ته ورزده کړ، له بل چا یې زده کړ، او نورو ته یې وروښود؛ ځکه چې د قرآن زده کړه له عزتمندو علومو څخه ده، او زده کړه او ښوونه یې لفظي او معنوي دواړو زده کړو ته شاملیږي، نو چا چې قرآن په بل چا حفظ کړ معنا یې دا شوه چې: هغه خلکو ته تلاوت ورزده کوي، او هغوی باندې یې حفظوي، نو دا په ښوونه کې شامل شو ، همدا رنګه چا چې قرآن پدې ډول زده کړ نو دا په زده کوونکو کې شامل دی، او دویم ډول: د معنی ښودنه: یعنې د تفسیر ښودنه، چې یو څوک خلکو ته کیني او د الله تعالی د کلام تفسیر ورزده کوي چې څرنګه یې باید تفسیر کړي، نو کله چې یو انسان بل ته وروښودل چې څرنګه باید قرآن تفسیر کړي او پدې اړه یې قواعد وروښودل، نو دا د قرآن له ښودلو څخه شو.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د قرآن کریم د زده کړې او تجوید فضیلت او د هغه د تدریس فضیلت.
  2. په - قرآڼ کریم - کې په شته أحکامو، آدابو او أخلاقو د عمل کولو فضیلت.
  3. عالم ته په کار دې چې له زده کړې وروسته علم نورو ته ورزده ګړي.
  4. د هغه چا عزت چې له قرآن څخه یې څه زده کړي وي، او د زده کړې په سبب یې د مقام لوړوالی.