عن عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:
«يقالُ لصاحبِ القرآن: اقرَأ وارتَقِ، ورتِّل كما كُنْتَ ترتِّل في الدُنيا، فإن منزِلَكَ عندَ آخرِ آية تقرؤها».

[حسن] - [رواه أبو داود والترمذي والنسائي في الكبرى وأحمد]
المزيــد ...

له عبد الله بن عمرو رضی الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«يقالُ لصاحبِ القرآن: اقرَأ وارتَقِ، ورتِّل كما كُنْتَ ترتِّل في الدُنيا، فإن منزِلَكَ عندَ آخرِ آية تقرؤها». «د قرآن څښتن - حافظ، لوستونکي او پرې عمل کوونکي - ته به وویل شي: لوله، او پورته خېژه، یقینا چې ستا مقام د وروستني آیت سره دی چې ته به یې لولي».

حسن - ابوداود روايت کړی دی

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې کله د قرآن لوستونکی- قاري؛ چې په قرآن یې عمل کړی وي، په تلاوت او حفظ سره یې د قرآن ملګرتیا کړې وي - جنت ته داخل شي نو ورته به وویل شي چې: قرآن لوله او په لوستلو یې د جنت په درجو کې پورته خېژه، او داسې په غور او ډاډ سره یې لوله لکه څنګه دې چې په دنیا کې په غور او ډاډ سره لوسته، یقینا چې ستاسو مقام او ځای وروستني آیت سره دی چې ته یې لولې.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. بدله د عمل د مقدار او کیفیت له مخې ده.
  2. د قرآن کریم په تلاوت کولو ټینګار، په هغه کې مهارت، حفظ یې، پکې غور کول او پرې عمل کول.
  3. جنت زیاتې درجې او منزلونه لري، چې په هغو کې به د قرآن خاوندان (حافظان او لوستونکي) تر ټولو لوړو درجو ته رسیږي.