عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ إِذَا رَجَعَ إِلَى أَهْلِهِ أَنْ يَجِدَ فِيهِ ثَلَاثَ خَلِفَاتٍ عِظَامٍ سِمَانٍ؟» قُلْنَا: نَعَمْ. قَالَ: «فَثَلَاثُ آيَاتٍ يَقْرَأُ بِهِنَّ أَحَدُكُمْ فِي صَلَاتِهِ خَيْرٌ لَهُ مِنْ ثَلَاثِ خَلِفَاتٍ عِظَامٍ سِمَانٍ».
[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 802]
المزيــد ...
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي:
«آیا ستاسو څخه یو څوک دا خوښوي چی کله خپل کور ته راستون شي نو په هغه کې درې لویې اوښې چې ښې څربي وي ومومي؟» مونږ وویل: هو. ویې فرمایل: نو په تاسو کې چې يو څوک په لمانځه کې درې آیتونه ولولي د هغه لپاره له درېو لویو څربو اوښانو څخه غوره دي».
[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 802]
رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې په لمانځه کې د درېو آیتونو لوستلو ثواب لدې څخه غوره دی چې یو څوک په خپل کور کې درې لویې، څربې او بلاربې اوښانې ومومي.