عن عُقبة بن عامر الجُهني رضي الله عنه قال: قال رسولُ الله صلَّى الله عليه وسلم:
«الجاهِرُ بالقرآن كالجاهِرِ بالصَّدَقَةِ، والمُسِرُّ بالقرآن كالمُسِرِّ بالصَّدَقَة».

[صحيح] - [رواه أبو داود والترمذي والنسائي] - [سنن أبي داود: 1333]
المزيــد ...

له عقبه بن عامر الجهني رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
"په لوړ غږ د قرآن تلاوت کوونکی د هغه چا په څېر دی چې په ښکاره صدقه او خیرات ورکوي، او په پټ او ټیټ غږ د قرآن تلاوت کوونکی د هغه چا په څېر دی چې په پټه صدقه او خیرات ورکوي".

[صحيح دی] - [أبو داود، الترمذي او النسائي روایت کړی دی] - [سنن ابو داود - 1333]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د قرآن په تلاوت سره غږ پورته کوونکی داسې دی لکه صدقه چې په ډاګه ورکوي ​​او په پټه د قرآن تلاوت کوونکی داسې دی لکه څوک چې په پټه صدقه او خیرات ورکوي.

د حديث له ګټو څخه

  1. په پټه د قرآن کریم لوستل داسې غوره دي لکه په پټه د صدقې ورکول، ځکه چې په هغه کې اخلاص وي او له ځان ښودنې او تکبر څخه پکې لرې وي، مګر دا چې په لوړ غږ لوستلو کې یې مصلحت وي لکه نورو ته د قرآن کریم ورښودل.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (65)
نور