عَن أَبي مُوْسى الأَشْعريِّ رضي الله عنه قال: قال رسولُ اللهِ صلى اللهُ عليه وسلم:
«مَثَلُ الْمُؤْمِنِ الَّذِي يَقْرَأُ الْقُرْآنَ كَمَثَلِ الْأُتْرُجَّةِ، رِيحُهَا طَيِّبٌ وَطَعْمُهَا طَيِّبٌ، وَمَثَلُ الْمُؤْمِنِ الَّذِي لَا يَقْرَأُ الْقُرْآنَ كَمَثَلِ التَّمْرَةِ، لَا رِيحَ لَهَا وَطَعْمُهَا حُلْوٌ، وَمَثَلُ الْمُنَافِقِ الَّذِي يَقْرَأُ الْقُرْآنَ مَثَلُ الرَّيْحَانَةِ، رِيحُهَا طَيِّبٌ وَطَعْمُهَا مُرٌّ، وَمَثَلُ الْمُنَافِقِ الَّذِي لَا يَقْرَأُ الْقُرْآنَ كَمَثَلِ الْحَنْظَلَةِ، لَيْسَ لَهَا رِيحٌ وَطَعْمُهَا مُرٌّ».
[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 5427]
المزيــد ...
له ابو موسی الأشعري - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«مَثَلُ الْمُؤْمِنِ الَّذِي يَقْرَأُ الْقُرْآنَ كَمَثَلِ الْأُتْرُجَّةِ، رِيحُهَا طَيِّبٌ وَطَعْمُهَا طَيِّبٌ، وَمَثَلُ الْمُؤْمِنِ الَّذِي لَا يَقْرَأُ الْقُرْآنَ كَمَثَلِ التَّمْرَةِ، لَا رِيحَ لَهَا وَطَعْمُهَا حُلْوٌ، وَمَثَلُ الْمُنَافِقِ الَّذِي يَقْرَأُ الْقُرْآنَ مَثَلُ الرَّيْحَانَةِ، رِيحُهَا طَيِّبٌ وَطَعْمُهَا مُرٌّ، وَمَثَلُ الْمُنَافِقِ الَّذِي لَا يَقْرَأُ الْقُرْآنَ كَمَثَلِ الْحَنْظَلَةِ، لَيْسَ لَهَا رِيحٌ وَطَعْمُهَا مُرٌّ».
«د هغه مؤمن مثال چې قرآن لولي د ترنج په څېر دی چې بوی يې ښایسته او خوند يې خوندور وي او د هغه مؤمن مثال چې قرآن نه لولي، د خرما په څېر دی چې بوی نه لري او خوند یې ښایسته دی، او د هغه منافق مثال چې قرآن لولي د ریحان یا کشمالي په څېر دی چې بوی یې ښایسته دی او خوند یې تریخ، او د هغه منافق مثال چې قران نه لولي د مړغوني په څېر دی چې نه بوی لري او خوند یې تریخ دی».
[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 5427]
رسول الله صلی الله علیه وسلم د قرآن کریم په لوستلو او ورڅخه ګټې اخیستلو کې د خلکو ډولونه بیان کړل:
لومړۍ ډول: هغه مؤمن دی چې قرآن لولي او ګټه ترې اخلي، نو هغه د ترنج د ميوې په څېر دی، چې ښایسته خوند، بوی او رنګ لري، او ګټې یې ډیرې دي، هغه چې څه لولي نو عمل پرې کوي او د الله بندګانو ته ګټه رسوي.
دویم ډول: هغه مؤمن دی چې قرآن نه لولي، نو هغه د خرما په څېر دی چې خوند یې خوږ دی خو بوی نه لري، په زړه کې یې ایمان داسې ځای نیولی لکه خوږوالی چې د خرما په خوند او باطن کې دی، او په ښکاره بوی نه لري چې خلک یې بوی کړي؛ ځکه له هغه څخه داسې قرآن لوستل نه لیدل کیږي چې خلک یې په اورېدلو راحت شي.
دريم ډول: هغه منافق دی چي قرآن لولي، نو هغه د ریحان یا کشمالي په څېر دی چي بوی یې ښایسته وي او خوند یې تريخ وي، ځکه چي زړه يې د ايمان لپاره اصلاح شوی ندی او په قرآن یې عمل ندی کړی، او خلکو ته ځان ښیي چې مومن دی، نو ښایسته بوی یې د تلاوت په څېر ښایسته والي ته ورته دی، او تریخ خوند یې کفر ته ورته والی لري.
څلورم ډول: هغه منافق دی چې قرآن نه لولي، نو هغه د مړغوني په شان دی، چې بوی نه لري او خوند یې تریخ دی، نو د بوی نشتوالی یې د بوی نشتوالی ته ورته دی. ځکه چې قرآن نه لولي، او د خوند تریخ والی یې د کفر تریخ والي ته ورته دی، باطن یې له ایمان نه خالي دی، او ظاهر یې ګټه نه لري، بلکې ضرري دی.