+ -

عَنِ الْبَرَاءِ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«مَا مِنْ مُسْلِمَيْنِ يَلْتَقِيَانِ فَيَتَصَافَحَانِ إِلَّا غُفِرَ لَهُمَا قَبْلَ أَنْ يَفْتَرِقَا».

[صحيح بمجموع طرقه] - [رواه أبو داود والترمذي وابن ماجه وأحمد] - [سنن أبي داود: 5212]
المزيــد ...

له البراء رضي الله عنه نه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«هیڅ دوه مسلمانان سره نه مخامخ کېږي او یو له بل سره روغبړ نه کوي مګر دا چې له جلا کېدو نه وړاندې به ورته بخښنه وشي».

- - [سنن أبو داود - 5212]

تشریح

نبی صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې هېڅ دوه مسلمانان سره په لار او یا بل ځای کې نه مخ کېږي چې یو پر بل سلام واچوي او لاسونه ورکړي، مګر دا چې مخکې لدې به ورته بخښنه وشي چې یو له بل څخه جلا شي، د بدن په جلا کېدو او یا له روغبر څخه په خلاصېدو.

د حديث له ګټو څخه

  1. د ملاقات پر مهال په لاس روغبړ کول مستحب دي او ټینګار پرې شوی.
  2. المناوي ویلي: او سنت هلته پر ځای کې کېږي چې ښی لاس په ښي لاس کې کېښودل شي، مګر دا چې کوم عذر شتون ولري.
  3. سلام خپرولو ته هڅونه او دا چې د مسلمان له خپل مسلمان ورور سره روغبړ لوی اجر لري.
  4. لدې حدیث څخه حرام روغبړ مستثنا دی، لکه څوک چې بیګانه ښځې ته لاس ورکوي.
ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي دري رومانیایي ژباړه هنګري الموري ملاګاسي Kannada کنادا اوکراني الجورجية المقدونية الخميرية الماراثية
د ژباړو کتنه