عن عبدالله بن عباس رضي الله عنهما أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: «ما من أيام العمل الصالح فيها أحب إلى الله من هذه الأيام» يعني أيام العشر. قالوا: يا رسول الله، ولا الجهاد في سبيل الله؟ قال: «ولا الجهاد في سبيل الله، إلا رجل خرج بنفسه وماله، فلم يَرْجِعْ من ذلك بشيء»
[صحيح] - [رواه البخاري، وهذا لفظ أبي داود وغيره]
المزيــد ...

له عبد الله بن عباس - رضي الله عنهما - څخه روایت دی چې نبي - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: « په هیڅ ورځو کې الله ته نیک عمل لدې ورځو څخه زیات خوښ ندی» یعنې - د ذی الحجې په لومړیو - لسو ورځو کې، هغوی وویل : ای د الله رسوله! او د الله په لار کې جهاد هم؟ ویې فرمایل: « او د الله په لار کې جهاد هم، مګر هغه سړی چې د الله په لار کې د ځان او مال سره ووځي، او لدوی څخه هیڅ شی هم بیرته را نه وړي».
صحيح - بخاري روايت کړی دی

تشریح

« په هیڅ ورځو کې الله - تعالی- ته نیک عمل لدې ورځو څخه زیات خوښ ندی» یعنې - د ذی الحجې په لومړیو - لسو ورځو کې، هغوی وویل : ای د الله رسوله! او د الله په لار کې جهاد هم؟ ویې فرمایل: « او د الله په لار کې جهاد هم، مګر هغه سړی چې د الله په لار کې د ځان او مال سره ووځي، او لدوی څخه هیڅ شی هم بیرته را نه وړي». نو د هغه دا قول: "العمل الصالح"، لمونځ، صدقه، روژې، ذکر، تکبیر، د قرآن کریم تلاوت، له مور او پلار سره نیکي، صله رحمي پالل، خلکو سره نیکي کول، ښه ګاونډیتوب او داسې نورو نیکو کړنو ته شامیلږي، نو د ذو الحجې د لومړیو لسو ورځو روژه نیول سنت دي ځکه چې نیکو عملونو کې راځي، او هدف د لسمې ورځې پرته نورې ورځې دي؛ ځکه چې د اختر په ورځ له روژې نیولو منع راغلې ده، او پدې کې د ذی الحجې په لومړیو لسو ورځو کې د نیک عمل د فضیلت دلیل دی، او همدا رنګه - دا حدیث - دلیل دی پر دې چې جهاد له تر ټولو غوره عملونو څخه دی، لدې امله صحابه کرامو وویل: "ولا الجهاد في سبيل الله" یعنې او حتی د الله په لار کې جهاد هم؟ نو پدې کې د دې نادر حالت په فضیلت باندې دلیل دی چې یو انسان د الله په لار کې د جهاد لپاره په نفس او مال سره ووځي او له مال څخه مراد سلاح او سپرلۍ ده، بیا ووژل شي او سلاح او سپرلۍ دواړه یې واخیستل شي، یعنې دښمن یې واخلي، نو دې انسان ځان او مال دواړه د الله په لار کې ورک کړل لدې امله دی له غوره مجاهدینو څخه دی، نو دا کار د - ذی الحجې - په لسو ورځو کې له عمل څخه غوره دی، او که چیرته همدا عمل - جهاد - د ذی الحجې په لسو کې پېښ شي نو اجر یې څو چنده کیږي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د ذی الحجې د لسو ورځو فضیلت د کال په نورو ورځو باندې.
  2. د ذې الحجې د لومړیو لسو ورځو د روژې نیول مستحب دي.
  3. جهاد په اسلام کې لوی فضیلت لري.
  4. د ځینو وختونو فضیلت په ځینو نورو باندې.
  5. د بلنه ورکړی شوي له آدابو څخه د ستونزمنو معلوماتو په اړه پوښتنه کول دي.
نور