+ -

عَنْ سَهْلِ بْنِ سَعْدٍ السَّاعِدِيِّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«رِبَاطُ يَوْمٍ فِي سَبِيلِ اللَّهِ خَيْرٌ مِنَ الدُّنْيَا وَمَا عَلَيْهَا، وَمَوْضِعُ سَوْطِ أَحَدِكُمْ مِنَ الجَنَّةِ خَيْرٌ مِنَ الدُّنْيَا وَمَا عَلَيْهَا، وَالرَّوْحَةُ يَرُوحُهَا العَبْدُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَوِ الغَدْوَةُ خَيْرٌ مِنَ الدُّنْيَا وَمَا عَلَيْهَا».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 2892]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

له سهل بن سعد السَّاعِدِي رضي الله عنه څخه روایت چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«د الله جل جلاله په لار کې یوه ورځ تېرول له دې دنیا او څه چې پدې کې دي غوره دی، په جنت کې ستاسو د یوې کوړې (قمچینې) ځای له دې دنیا او هغه څه چې په کې دي غوره دی او یو سهارنی مزل چې څوک یې د الله په لار کې وکړي او یا ماښامنی لدې دنیا څخه غوره دی او څه چې پدې دنیا کې دي».

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 2892]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې په اخلاص سره د یوې ورځې لپاره د هغه ځای ساتنه او پېره چې د مسلمانانو او کافرانو ترمنځه دی له دنیا او هر هغه څه څخه غوره دی چې په دنیا کې دي او په جنت کې د هغې قمچیني ځای چې د الله په لار کې پرې جهاد کیږي له دې دنیا او څه چې پکې دي غوره دی، او د ورځې له پیل څخه تر غرمې پورې یو ځل د الله په لار کې پیاده کېدل، یا بېګا مهال د ماسپښین نه وروسته تر شپې پورې له دې دنیا څخه غوره دی او څه چې په دې دنیا کې دي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د الله تعالی په لار کې د سرحدونو د ساتنې فضیلت، ځکه چې خطر پکې دی او د الله تعالی د کلمې د لوړوالي او د هغه د دین د بریا له امله تر سره کیږي؛ نو لدې امله یې د یوې ورځې اجر له دنیا څخه غوره دی او هغه څه چې په دې دنیا کې دي.
  2. د آخرت په پرتله د دنیا بې ارزښتوالی؛ ځکه په جنت کې د یوې قمچینې ځای له دې دنیا څخه غوره دی او څه چې پدې دنیا کې دي.
ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي دري رومانیایي ژباړه هنګري الموري اوکراني الجورجية المقدونية الخميرية الماراثية
د ژباړو کتنه