د احادیثو لړلیک

هېڅ داسې ورځې نشته چې نېک عمل پکې الله جل جلاله ته لدې ورځو څخه زیات محبوب وي، یعنې (د ذی الحجې) لس ورځې
عربي الإنجليزية الأوردية
مَنْ سَأَلَ اللهَ الشَّهَادَةَ بِصِدْقٍ بَلَّغَهُ اللهُ مَنَازِلَ الشُّهَدَاءِ، وَإِنْ مَاتَ عَلَى فِرَاشِهِ». "څوک چې په اخلاص سره له الله تعالی څخه شهادت وغواړي، الله به یې د شهیدانو مرتبې ته ورسوي، که څه هم په خپل بستر کې مړ شي
عربي الإنجليزية الأوردية
مَنْ جَهَّزَ غَازِيًا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَقَدْ غَزَا، وَمَنْ خَلَفَ غَازِيًا فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِخَيْرٍ فَقَدْ غَزَا». "څوک چې د الله جل جلاله په لاره کې جنګیالی تیار کړي، نو داسې دی لکه خپله یې چې په جګړه کې ګډون کړی وي، او څوک چې د الله په لاره کې د جنګیالي د کور سرپرستي وکړي او سختۍ ته یې پرې نږدي نو لکه په خپله چې جنګ ته وتلی وي
عربي الإنجليزية الأوردية
د هغه بنده پښو ته به اور ونه رسېږي چې د الله په لار کې په ګردونو شوي وي
عربي الإنجليزية الأوردية
د الله جل جلاله په لار کې یوه ورځ تېرول له دې دنیا او څه چې پدې کې دي غوره دی
عربي الإنجليزية الأوردية
اې ابو سعيده! څوک چې پر الله د رب، پر اسلام د دین او پر محمد صلی ﷺ د پېغمبر په توګه راضي وي نو جنت ورته واجب شوی دی
عربي الإنجليزية الأوردية