عَن سَهْلِ بْنِ حُنَيْفٍ رضي الله عنه أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«مَنْ سَأَلَ اللهَ الشَّهَادَةَ بِصِدْقٍ بَلَّغَهُ اللهُ مَنَازِلَ الشُّهَدَاءِ، وَإِنْ مَاتَ عَلَى فِرَاشِهِ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 1909]
المزيــد ...

له سهل بن حنیف رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«مَنْ سَأَلَ اللهَ الشَّهَادَةَ بِصِدْقٍ بَلَّغَهُ اللهُ مَنَازِلَ الشُّهَدَاءِ، وَإِنْ مَاتَ عَلَى فِرَاشِهِ». "څوک چې په اخلاص سره له الله تعالی څخه شهادت وغواړي، الله به یې د شهیدانو مرتبې ته ورسوي، که څه هم په خپل بستر کې مړ شي".

[صحيح دی] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحيح مسلم - 1909]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي څوک چې د الله تعالی په لار کې شهادت او مرګ وغواړي او په خپل دې نیت کې الله تعالی ته مخلص وي، نو الله تعالی به یې په ریښتیني نیت سره د شهیدانو مرتبه ورکړي، که څه هم له جهاد پرته په بستر کې مړ شي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د نیت اخلاص او د ممکنو کارونو تر سره کول، د مطلوب اجر او ثواب د ترلاسه کولو لامل ګرځي، که څه هم غوښتل شوی عمل تر سره نه شي.
  2. جهاد ته هڅول او د الله تعالی په لار کې شهادت غوښتل.
  3. الله تعالی دې ملت ته عزت ورکړی، ځکه په لږ عمل سره په جنت کې لوړ مقامونه ورکوي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (50)