+ -

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«مَا يَزَالُ البَلاَءُ بِالمُؤْمِنِ وَالمُؤْمِنَةِ فِي نَفْسِهِ وَوَلَدِهِ وَمَالِهِ حَتَّى يَلْقَى اللَّهَ وَمَا عَلَيْهِ خَطِيئَةٌ».

[حسن] - [رواه الترمذي وأحمد] - [سنن الترمذي: 2399]
المزيــد ...

له ابوهریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«مَا يَزَالُ البَلاَءُ بِالمُؤْمِنِ وَالمُؤْمِنَةِ فِي نَفْسِهِ وَوَلَدِهِ وَمَالِهِ حَتَّى يَلْقَى اللَّهَ وَمَا عَلَيْهِ خَطِيئَةٌ». " نارینه مومن او ښځینه مومنه تر هغه پورې په خپل نفس، اولاد او مال کې امتحانیږي، تر څو چې له الله سره مخ شي او هېڅ ګناه پرې نه وي".

[حسن] - - [سنن ترمذی - 2399]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې: د مؤمن سړي او مؤمنې ښځې - په روغتیا، بدن، اولاد، ناروغۍ، مرګ، د اولاد نافرمانۍ او نورو حالاتو کې - مصیبت او امتحان هېڅکله نه جلاکېږي، او د هغه په مال کې غریبي او د تجارت له منځه تلل، مال یې غلا کېدل، معیشت په ټپه درېدل د رزق تنګوالی او داسې نور، تر دې چې په دې مصیبتونو سره الله تعالی د هغه ټول ګناهونه او تېروتنې وبخښي او کله چې د الله سره مخ کیږي، نو دی به له ټولو هغو ګناهونو پاک شوی وي چې پخوا یې کړي وو.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي نیپالي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. په مؤمنو بندګانو د الله تعالی مهرباني چې د دنیوي مصیبتونو او آفتونو له امله ورته ګناهونه بخښي.
  2. مصیبت په خپله د ګناهونو لپاره کفاره ده پدې شرط چې ایمان ورسره وي، نو کله چې بنده صبر وکړي او فریاد ونه کړي هغه ته اجر ورکول کیږي.
  3. په ټولو چارو کې صبر ته هڅوونه؛ په هغه څه کې چې خوښوي او یا یې نه خوښوي، تر هغه به صبر کوي چې هغه څه ترسره کړي چې الله پرې واجب کړي، او تر هغه وخته به صبر کوي چې له هغه څه ډډه وکړي چې الله پرې حرام کړي، د الله تعالی د ثواب په هیله او د هغه د عذاب له ویرې.
  4. د هغه دا وینا "په مؤمن نارینه او مؤمنې ښځې" په دې کې د ښځې لپاره د "مومنة" کلمې اضافه کول په ښځو باندې د ډېر ټینګار دلیل دی؛ ځکه که یې ویلي وای چې: «په مؤمن» نو ښځه پکې هم شاملېده، ځکه چې دا کلمه د نارینه وو لپاره ځانګړې نه ده، نو کله چې په ښځه کوم مصیبت راشي، هغه هم د ګناهونو او تېروتنو د بخښنې په ژمنه کې راځي.
  5. هغه څه چې د بنده درد یو د بل پسې وخت په وخت آسانه کوي، هغه فضیلت دی چې په آفتونو مرتبیږي.
نور