عن أنس بن مالك رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم أنه قال: "إن عِظَمَ الجزاءِ مع عِظَمِ البلاءِ، وإن الله تعالى إذا أحب قوما ابتلاهم، فمن رَضِيَ فله الرِضا، ومن سَخِطَ فله السُّخْطُ".
[صحيح] - [رواه الترمذي وابن ماجه]
المزيــد ...

له انس بن مالک رضي الله عنه – څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د ثواب لوی والی د مصیبت په لوی والی سره دی، او الله - تعالی - چې کله د کوم قوم سره مینه ولري، په مصیبت سره یې امتحانوي؛ نو څوک چې خوښ و د هغه لپاره رضایت دی او څوک چې ناراضه و د هغه لپاره نارضایتي ده".
[صحيح] - [ابن ماجه روايت کړی دی - ترمذی روایت کړی دی]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې حدیث کې موږ ته خبر راکوي چې که پر یو مؤمن د هغه په ځان او یا د هغه په ​مال یا بل ډول مصیبت راشي ، نو الله تعالی به ورته د مصیبتونو اجر ورکوي که هغه صبر وکړي. څومره چې مصیبتونه لوی وي او خطرونه یې زیات وي همغومره یې د الله سره اجر او ثواب زیات دي - بیا هغه - صلی الله علیه وسلم - وفرمایل - چې آفتونه د مؤمن سره د الله د مینې نښانې دي او دا چې د الله حکم او فرمان حتمي پلی کیږي چاره نشته. خو څوک چې صبر وکړي او راضي شي، الله به د هغه په ​​خوښۍ او رضایت سره هغه ته پوره اجر او ثواب وركړي او څوک چې زړه بدی شو او د الله له حكم او تقدير څخه یې نفرت وكړ، نو الله به ورڅخه ناراضه شي او پوره جزا به ورکړي.

د حديث له ګټو څخه

  1. مصیبتونه د ګناهونو کفاره ده تر څو چې پرې واجب پري نه ږدي، لکه د صبر پرېښودل او يا کوم حرام کار کول لکه - د مصیبت پر مهال - ګریوان څېرې کول او مخونه وهل.
  2. الله تعالی ته د محبت د صفت ثابتول په داسې طریقه چې د هغه د لویۍ سره ښایي.
  3. مصیبت د مؤمن لپاره د ایمان له نخښو څخه دی.
  4. الله تعالی ته د رضایت او غصې صفتونو ثابتېدل لکه څرنګه چې د هغه د عظمت سره ښایي.
  5. د الله په پریکړې او تقدیر سره د خوښۍ څرګندولو روا والی.
  6. د الله په پریکړه او تقدیر د خفه کيدلو حراموالی.
  7. په مصیبتونو د صبر او استقامت ټینګار.
  8. انسان ډیر کرتې یو شی بد ګڼي لیکن په هغې کې یې خیر وي.
  9. د الله تعالی په کړنو کې هغه ته د حکمت ثابتول.
  10. جزا د کړنې له جنس څخه وي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (28)
نور