عَنْ ‌أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ:
قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِعَمِّهِ: «قُلْ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، أَشْهَدُ لَكَ بِهَا يَوْمَ الْقِيَامَةِ»، قَالَ: لَوْلَا أَنْ تُعَيِّرَنِي قُرَيْشٌ، يَقُولُونَ: إِنَّمَا حَمَلَهُ عَلَى ذَلِكَ الْجَزَعُ لَأَقْرَرْتُ بِهَا عَيْنَكَ. فَأَنْزَلَ اللهُ: {إِنَّكَ لا تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَكِنَّ اللهَ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ } [القصص: 56].

[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...

له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي:
قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِعَمِّهِ: «قُلْ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، أَشْهَدُ لَكَ بِهَا يَوْمَ الْقِيَامَةِ»، قَالَ: لَوْلَا أَنْ تُعَيِّرَنِي قُرَيْشٌ، يَقُولُونَ: إِنَّمَا حَمَلَهُ عَلَى ذَلِكَ الْجَزَعُ لَأَقْرَرْتُ بِهَا عَيْنَكَ. فَأَنْزَلَ اللهُ: {إِنَّكَ لا تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَكِنَّ اللهَ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ } [القصص: 56]. رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل کاکا ته وویل: « (لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ) ووایه، زه به درته د الله تعالی په وړاندې د قیامت په ورځ ګواهي ورکړم»، وایي: که چېرته قریشو پېغور نه راکاوه او نه یې ویل: چې سختۍ - د مرګ وېرې او کمزورۍ - دې کار ته اړ وېسته نو ستا سترګې به مې پدې سره یخې کړې وې، نو الله تعالی دا آیت نازل کړ: {إِنَّكَ لا تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَكِنَّ اللهَ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ} [القصص: 56]. یعنې: بېشكه ته هدایت نشې كولى هغه چا ته چې ته يې خوښوې، او لېكن الله هدایت وركوي چا ته چې وغواړي او هغه ښه عالم دى په هدایت موندونكو باندې)

صحيح - مسلم روايت کړی دی

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم له خپل تره ابو طالب څخه په داسې حال کې چې د مرګ په سختیو کې و، وغوښتل چې: (لا اله الا الله) ووایي تر څو ورته د قيامت په ورځ شفاعت وکړي، او په اسلام یې ګواهي ورکړي، هغه د شهادت له کلمې څخه لدې وېرې انکار وکړ چې قریش به یي وکنځي او په اړه به یي ووايي چې: هغه د مرګ او کمزورۍ له وېرې اسلام راوړ! نو نبي صلی الله علیه وسلم ته یې وویل: که چېرته داسې نه وای نو خامخا به مې د شهادت په ویلو سره ستا سترګې یخې کړې وې، او ته به مې ستا مراد ته رسولی وی تر دې چې ته راضي شې! نو الله تعالی هغه آیت نازل کړ چې پدې دلالت کوي چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم اسلام ته د توفیق د هدایت واک نه لري، بلکې الله تعالی یوازې هغه ذات دی چې د توفیق هدایت چاته ور په برخه کوي، او پيغمبر صلی الله علیه وسلم خلک په دلالت، بیان، لارښوونې او بلنې سره خلک نیغې لارې ته رابلي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د خلکو د خبرو له وېرې حق نه پرېښودل کیږي.
  2. نبي صلی الله علیه وسلم یوازې د لارښوونې د هدایت واک لري نه د توفیق د هدایت.
  3. د ناروغ کافر د پوښتنې روا والی، تر څو اسلام ته راوبلل شي.
  4. په هر حالت کې د الله لارې ته په رابللو د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټینګار.
نور