عَنْ طَاوُسٍ أَنَّهُ قَالَ: أَدْرَكْتُ نَاسًا مِنْ أَصْحَابِ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، يَقُولُونَ كُلُّ شَيْءٍ بِقَدَرٍ، قَالَ: وَسَمِعْتُ عَبْدَ اللهِ بْنَ عُمَرَ رضي الله عنهما يَقُولُ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«كُلُّ شَيْءٍ بِقَدَرٍ، حَتَّى الْعَجْزِ وَالْكَيْسِ، أَوِ الْكَيْسِ وَالْعَجْزِ».

[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...

له طاووس -رحمه الله - څخه روایت دی هغه فرمایلي چې: ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم ځینې صحابه کرام ولیدل چې ویل یې؛ هر څه د اندازې (تقدیر) مطابق دي، فرمایي: او ما له عبدالله بن عمر رضی الله عنهما څخه اوریدلي چې ویل یې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«كُلُّ شَيْءٍ بِقَدَرٍ، حَتَّى الْعَجْزِ وَالْكَيْسِ، أَوِ الْكَيْسِ وَالْعَجْزِ». «هر څه په تقدیر باندې دي، تر دې چې تنبلي او ویښتوب او یا ویښتوب او تنبلي».

صحيح - مسلم روايت کړی دی

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې هر څه په تقدیر دي؛ حتا لټي او تنبلي (ناتواني)، یعنې: د هغه څه پرېښودل چې باید ترسره شي، په هغه کې ځنډ، او د خپل وخت څخه وروسته والی راوستل، د دنیا او آخرت په چارو کې. او حتا ویښتوب، چې دا: د دنیا او آخرت په چارو کې فعالیت او هوښیارتیا ده. او دا چې الله تعالی تنبلي، ویښتوب او هر څه اندازه کړي دي؛ داسې هیڅ څه په کائناتو کې نه پېښېږي مګر دا چې الله تعالی پرې له وړاندې پوه دی.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د تقدیر په اړه د صحابه کرامو - رضوان الله علیهم - د عقیدې بیان.
  2. هر څه د الله تعالی په تقدیر تر سره کیږي، آن تنبلي او ویښتوب.
  3. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د احادیثو په نقلولو کې د صحابه کرامو رضي الله عنهم ډاډ تر لاسه کول او احتیاط.
  4. د خیر او شر په تقدیر ایمان درلودل.
نور