عن عبد الله بن عباس رضي الله عنهما قال: كنت خلف النبي صلى الله عليه وسلم يوماً فقال يا غلام، إني أعلمك كلمات: «احْفَظِ اللهَ يحفظْك، احفظ الله تَجِدْه تُجَاهَك، إذا سألت فاسأل الله، وإذا اسْتَعَنْتَ فاسْتَعِن بالله، واعلمْ أن الأمةَ لو اجتمعت على أن ينفعوك بشيء لم ينفعوك إلا بشيء قد كتبه الله لك، وإن اجتمعوا على أن يَضرُّوك بشيء لم يَضرُّوك إلا بشيء قد كتبه الله عليك، رفعت الأقلام وجفت الصحف».
وفي رواية: «احفظ الله تَجِدْه أمامك، تَعرَّفْ إلى الله في الرَّخَاء يَعرِفْكَ في الشِّدة، واعلم أنَّ ما أخطأَكَ لم يَكُنْ ليُصِيبَكَ، وما أصَابَكَ لم يَكُنْ لِيُخْطِئَكَ، واعلم أن النصرَ مع الصبرِ، وأن الفرجَ مع الكَرْبِ، وأن مع العُسْرِ يُسْرًا».
[صحيح] - [رواه الترمذي وأحمد بروايتيه]
المزيــد ...
له عبد الله بن عباس - رضي الله عنهما - څخه روایت دی فرمایي چې : یوه ورځ د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - پسې شاته ( په سپرلۍ سپور وم ) نو ویې وییل: «اې هلکه زه تاته دا کلمې درښایم: الله یاد ساته، هغه به ستا ساتنه وکړي، الله یاد ساته خپل څنګ ته به یې ومومې، کله دې چې سوال کاوه د الله نه یې وکړه، او کله دې چې مرسته غوښته نو په الله یې وغواړه. او پدې پوه شه چې كه ټول امت تاته د څه ګټې رسولو لپاره راټول شي، نو تاته به هيڅ ګټه ونه رسوي مګر هغه څه چې الله درته ليكلي وي، او كه چېرته د دې لپاره راټول شي چې تاته څه ضرر ورسوي، نو تاته به هيڅ ضرر ونه رسوي مګر هغه څه چې الله ليكلي وي. قلمونه پورته شول او کاغذونه وچ شول.» او په یو بل روایت کې راځي: "الله یاد ساته، هغه به دې په وړاندې ومومې، الله په هوساینه کې وپیژنه، هغه به دې په سختۍ کې وپیژني، او پوه شه چې څه در رسیدونکي نه وي هیڅکله به در ونه رسیږی، او هغه څه چې دررسیدونکي وي هیڅکله به ترې خطا نه شې، او پوه شه چې بریا د صبر سره ده، او خلاصون د سختۍ سره دی، او له سختۍ سره اساني وي».
صحيح - ترمذی روایت کړی دی
پدې لوی حدیث کې پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - دې هلک ته چې ابن عباس - رضي الله عنهما - دی ارزښتمن نصیحتونه وړاندې کوي چې د الله تعالی د اوامرو او نواهیو ساتنه په هر حال او هر مهال کې وکړي او په وړوکوالي کې یې پيغمبر - صلی الله علیه وسلم د عقیدې سمونه کوي، چې له الله پرته بل خالق نشته، او له الله پرته بل ځواکمن نشته، او د الله سره بل چاره سموونکی نشته، او دا چې د بنده او الله تر منځه پر هغه توکل او ترې غوښتنه کې هیڅ واسطه شتون نه لري، هماغه پاک ذات دی چې د سختیو پر مهال ورته هیله کیږي، او همغه پاک ذات دی چې د عذاب راتللو پر مهال ترې - د مرستې - امید کیږي، او پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - د ابن عباس - رضي الله عنهما - په نفس کې په تقدیر ایمان او په ټولو چارو کې د خیر او شر اندازه کولو کې د الله پریکړې ورکښت کړي، او د بشر په واک کې ندي چې هر څه د دوی په خوښه وشي، او هیڅ شی پرته د الله - پاک - له اجازې کیدونکی ندی.