اې هلکه، زه تا ته څو خبرې درښایم: الله په ياد لره، هغه به ستا ساتنه وکړي، الله په ياد لره، هغه به دې په وړاندې ومومې، کله دې چې څه غوښتل نو له الله څخه یې وغواړه، او کله دې چې مرسته غوښتله، نو له الله نه یې وغواړه
رسول الله صلى الله عليه وسلم مونږ ته وفرمايل - حال دا چې - هغه رښتينى او امانتدار دى چې: «ستاسو څخه د يو تن پېداېښت داسې وي چې د خپلې مور په ګېډه کې څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې راټولېږي