عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَسْعُودٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ:
حَدَّثَنَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَهُوَ الصَّادِقُ المَصْدُوقُ: «أَنَّ خَلْقَ أَحَدِكُمْ يُجْمَعُ فِي بَطْنِ أُمِّهِ أَرْبَعِينَ يَوْمًا وَأَرْبَعِينَ لَيْلَةً، ثُمَّ يَكُونُ عَلَقَةً مِثْلَهُ، ثُمَّ يَكُونُ مُضْغَةً مِثْلَهُ، ثُمَّ يُبْعَثُ إِلَيْهِ المَلَكُ، فَيُؤْذَنُ بِأَرْبَعِ كَلِمَاتٍ، فَيَكْتُبُ: رِزْقَهُ وَأَجَلَهُ وَعَمَلَهُ وَشَقِيٌّ أَمْ سَعِيدٌ، ثُمَّ يَنْفُخُ فِيهِ الرُّوحَ، فَإِنَّ أَحَدَكُمْ لَيَعْمَلُ بِعَمَلِ أَهْلِ الجَنَّةِ حَتَّى لاَ يَكُونُ بَيْنَهَا وَبَيْنَهُ إِلَّا ذِرَاعٌ، فَيَسْبِقُ عَلَيْهِ الكِتَابُ، فَيَعْمَلُ بِعَمَلِ أَهْلِ النَّارِ فَيَدْخُلُ النَّارَ، وَإِنَّ أَحَدَكُمْ لَيَعْمَلُ بِعَمَلِ أَهْلِ النَّارِ حَتَّى مَا يَكُونُ بَيْنَهَا وَبَيْنَهُ إِلَّا ذِرَاعٌ، فَيَسْبِقُ عَلَيْهِ الكِتَابُ، فَيَعْمَلُ عَمَلَ أَهْلِ الجَنَّةِ فَيَدْخُلُهَا».

[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی:
حَدَّثَنَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَهُوَ الصَّادِقُ المَصْدُوقُ: «أَنَّ خَلْقَ أَحَدِكُمْ يُجْمَعُ فِي بَطْنِ أُمِّهِ أَرْبَعِينَ يَوْمًا وَأَرْبَعِينَ لَيْلَةً، ثُمَّ يَكُونُ عَلَقَةً مِثْلَهُ، ثُمَّ يَكُونُ مُضْغَةً مِثْلَهُ، ثُمَّ يُبْعَثُ إِلَيْهِ المَلَكُ، فَيُؤْذَنُ بِأَرْبَعِ كَلِمَاتٍ، فَيَكْتُبُ: رِزْقَهُ وَأَجَلَهُ وَعَمَلَهُ وَشَقِيٌّ أَمْ سَعِيدٌ، ثُمَّ يَنْفُخُ فِيهِ الرُّوحَ، فَإِنَّ أَحَدَكُمْ لَيَعْمَلُ بِعَمَلِ أَهْلِ الجَنَّةِ حَتَّى لاَ يَكُونُ بَيْنَهَا وَبَيْنَهُ إِلَّا ذِرَاعٌ، فَيَسْبِقُ عَلَيْهِ الكِتَابُ، فَيَعْمَلُ بِعَمَلِ أَهْلِ النَّارِ فَيَدْخُلُ النَّارَ، وَإِنَّ أَحَدَكُمْ لَيَعْمَلُ بِعَمَلِ أَهْلِ النَّارِ حَتَّى مَا يَكُونُ بَيْنَهَا وَبَيْنَهُ إِلَّا ذِرَاعٌ، فَيَسْبِقُ عَلَيْهِ الكِتَابُ، فَيَعْمَلُ عَمَلَ أَهْلِ الجَنَّةِ فَيَدْخُلُهَا». رسول الله صلى الله عليه وسلم مونږ ته وفرمايل - حال دا چې - هغه رښتينى او امانتدار دى چې: «ستاسو څخه د يو تن پېداېښت داسې وي چې د خپلې مور په ګېډه کې څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې راټولېږي ، بیا د پنډ شوي سختې وینې په څېر شي، بیا د غوښې دیوې ټوټې په څېر - چې ژول شوي وي - وګرځي، بیا ورته ملاېکه راولېږل شي او د څلورو خبرو حکم ورته وکړل شي، نو د هغه رزق، اجل، عمل، نېکمرغي او یا بد مرغي ولیکي، بیا پکې ساه پوکړل شي، نو یو څوک به داسې وي چې د جنتیانو عملونه به کوي تر دې چې د هغه او جنت تر منځه یو ګز واټن پاتې شي، نو تقدیر به پرې رامخکې شي او د دوزخیانو عمل به ترسره کړي او اور ته به داخل شي، او یو څوک به داسې وي چې د دوزخیانو عملونه به تر سره کوي، تر دې چې د هغه او د دوزخ تر منځه یو ګز واټن پاتې شي، نو تقدیر به پرې رامخته شي او د جنتیانو عمل به وکړي نو جنت ته به داخل شي».

صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

ابن مسعود رضي الله عنه فرمايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته دا خبره کړې ده او هغه په ​​خپلو خبرو کې رښتینی دی؛ ځکه چې الله تعالی ریښتونی ګڼلی دی. هغه وفرمایل: ستاسو څخه د یو تن جوړښت راټولیږي، داسې چې کله یو سړی د خپلې مېرمنې سره یو ځای کیږي، نو د هغه شېندل شوي مني د ښځې په رحم کې د څلویښتو ورځو لپاره د نطفې په شکل کې راټولیږي. بیا علقه وګرځي چې هغه ټینګه او وچه وینه ده، او دا - کار - په دویمه څلویښتۍ کې کیږي، بیا مضغه شي؛ چې هغه د غوښې دومره اندازه ټوټه ده چې ژولو ته برابره وي، او دا په درېمه څلوېښتۍ کې کیږي. بیا ورته الله تعالی ملاېکه راولیږي، نو د درېمې څلوېښتۍ په پای کې پکې روح پوکړي، ملاېکې ته امر وشي چې څلور خبرې ولیکي: د هغه رزق؛ چې له هغه اندازې نعمتونو څخه عبارت دی چې په خپل عمر کې به یې لاسته راوړي، د هغه اجل؛ او دا په دنیا کې د هغه د پاتې کېدا موده ده، د هغه عمل، چې څه دی؟ او دا چې آیا نیکمرغه دی که بد مرغه. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم قسم یاد کړ چې یو سړی به د جنتیانو عمل کوي او عملونه به یې نیک وي، یعنې هغه څه چې خلکو ته ښکاري؛ تر هغه وخته پورې به همداسې وي، تر دې چې د ده او جنت تر منځه یوازې د یو ګز په اندازه فاصله پاتې شي، یعنې د ده او جنت ته د رسېدو په منځ کې به دومره فاصله پاتې شي لکه د یو ګز په اندازه، نو تقدیر او هغه څه به پرې غالب شي چې ورته لیکل شوي دي نو د دوزخیانو عمل به وکړي، نو په همدې سره به یې خاتمه وشي او اور ته به داخل شي. ځکه چې د عمل د منلو شرط دا دی چې په هغه باندې ثابت قدمه پاتې شي او بدلون ورنکړي. او د خلکو څخه یو بل تن به د دوزخيانو عمل تر هغه وخته پورې کوي چې هغه دوزخ ته ننوتلو ته نږدې شي او داسې به وي لکه د ده او د اور تر منځ چې د ځمکې د یو ګز په اندازه واټن پاتې شي، نو تقدیر به پرې غالب شي او هغه څه چې ورته لیکل شوي دي نو د جنتیانو عمل به وکړي او جنت ته به داخل شي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. په آخرت کې د چارو برخلیک د هغه څه پر بنا دی چې له وړاندې يې په اړه پرېکړه شوي وي او تقدیر پرې جاري شوی وي.
  2. په عملونو له دوکه کېدو څخه ویروونه؛ ځکه چې عملونو ته اعتبار په پای سره دی.
نور